لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په بلجیم کې دوه نور شکمن ترهګر نیول شوي
د بروکسل د بریدونو په تړاو د پلټنو په لړ کې د بلجیم پولیسو دوه نور شکمن ترهګر نیولي دي. زیاته شوې چې اسماعیل او ابراهیم ایف د نورو سربیره د یوې ترهګرې ډلې په غریتوب او په ترهګریزو وژنو کې په لاس درلودو تورن شوي. څارنوال وویل چې دواړه کسان کیدای شي په بروکسل کې د یوه کور د کرای کولو سره کوم تماس ولري. د دې کسانو پټنځای تلاشي شوی خو وسله او یا هم چاودیدونکي توکي پکښې نه دي موندل شوي.
ترکي پوځ په سوریه کې د «اسلامي دولت» ډلې سنګرونه په نخښه کړي
د رویټرز د خبري آژانس په حواله د ترکېې پوځ د سه شنبې په ورځ د سوریې په شمال کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» سنګرونه ویشتلي. د ترکېې لومړي وزیر احمد داود اوغلو وویل دغه حمله یې د ترکیې په کلیس ښار کې د هغه برید د غچ اخیستنې په موخه کړی چې اته کسان پکښې ټپيان شوي دي. پر دغه سیمه په پرله پسې توګه په دوهمه ورځ د لاسي بمونو او راکټونو بریدونه شوي چې د دوشنبې په ورځ یې له امله ۱۲ انسانان ټپيان شوي ول.
یونیسف: په افریقا کې د ماشوم ځانمرګو بریدګرو شمیر زیات شوی
په ۲۰۱۵م کال کې په نایجیریا او ګاونډي هیوادونو کې د هغو ځانمرګو بریدونو شمیر چې د ماشومانو له خوا ترسره کیږي، د تیر ۲۰۱۴م کال په پرتله کې لس چنده زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې یونیسف په حواله په ۲۰۱۵م کال کې په نایجیریا، چاد، کامرون او نایجر کې په ټولیزه توګه ۴۴ کم سنو ځانمرګي بریدونه ترسره کړي. اټکل کیږي چې د دې بوګنونکو پيښو تر شا د بوکو حرام ډلې د ملبشو لاس دی.
یمن: ځانمرګي برید ۵ عسکر وژلي
د یمن په بندري ښار عدن کې یوه ځانمرګي برید ۵ تنه عسکر ووژل. امنیتي کړیو د سه شنبې په ورځ وویل چې په برید کې د ۱۰ زیات عسکر ټپيان شوي هم دي. زیاته شوې چې یوه لوبغالي ته نزدې ځانمرګي برید ګر د نویو جلب شویو عسکرو د یوې ډلې په منځ کې ځان والوزوا. عدن د ولسمشر عبد ربه منصور هادي د پلوي ځواکونو په کنترول کې دی. د برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.
وینزویلا: سترې محکمې د بخښنې قانون باطل اعلان کړ
د وینزویلا سترې محکمې د سیاسي بندیانو د بخښنې له پاره د پارلمان له خوا تصویب شوی قانون باطل بللی. ولسمشر نیکولاس مادورو د اپوزیسیون له خوا د تصویب شوې مسودې د لاس لیک کولو ډډه کړې وه. اپوزیسیون د دسمبر میاشتې په ټاکنو کې په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړی وو. د مادورو له نظره هغه د ۷۰ زیات بندیان چې یوې کودتا چمتوالې یې نیولې وو او اپوزیسیون یې د آزادیدو غوښتنه کوي، «جنایتکار» او «ترهګر» دي.
د اروپا د پارلمان مشر د اروپایي ټولنې له ټوټه کیدو څخه خبرداری ورکړ
د اروپا د پارلمان مشر مارتن شولڅ په اوسني وخت کې اروپايي ټولنې ته متوجې ګواښونو ته په کمه سترګه له کتلو څخه خبرداری ورکړې. نوموړي د «Frankfurter Allgemeinen» ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په ټولیزه توګه په نهادونو که هغه په ملي کچه وي او له په اروپايي د خلکو اعتماد له منځه تللی. دی زیاتوي چې په غړو هیوادونو کې د اروپا ضد خوزښتونو له کبله د «اروپا د ټوټه» کیدو خطر ویني.