لنډ خبرونه په متن او انځور کې
اوکرایني پیلوټه په روسیه کې محاکمه شوه
د روسیې یوې محکمې اوکراینۍ جنګي پيلوټه نادیه ساوشینکو مجرمه بللې. د «تاس» په نامه خبري آژانس د محکمې د پریکړې په حواله خبر ورکړې چې ساوشینکو د اوکراین په ختیځ کې د دوه روسي ژورنالسټانو په وژلو کې لاس درلوده. پر ۳۴ کلنې ساوشینکو تور لګول شوې وو چې د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې یې د اوکراین پوځ ته د روسي خبریالانو د استوګنې د ځای په اړه معلومات ورکړي ول. دغه ژورنالستان بیا د لاسي بمونو په برید کې ووژل شول.
ګاوک د چین له لومړي وزیر سره ولیدل
چین ته د لومړي رسمی سفر په ترڅ کې د آلمان رئیس جمهور یوآخم ګاوک په پیکنګ کې له لومړي وزیر لي کې چیانګ سره ولیدل. دواړو مشرانو د چین او آلمان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراخولو د چین د اقتصاد او په تیره اوونۍ کې د خلکو د کانګرې له خوا پر تصویب شوي پلان خبرې اترې وکړې. د چین د دولت د مشر شي جي پنګ له خوا د پوځي مراسمو سره تر هرکلي وورسته به دواړه مشران د «د ځوانانو او زده کونکو د تبادلې» کال پرانیزي.
صلاح عبدالسلام ښايي په بروکسل کې هم د برید پلان درلود
د پاریس د بریدونو شکمن برید ګر صلاح عبدالسلام ښايي د نورو بریدونو پلان هم درلود، احتمالاً د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې هم. د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ریندر وویل چې ۲۶ کلن صلاح عبدالسلام په لومړیو پلټنو کې دغه اعتراف کړی دی. پر ترهګرۍ تورن صلاح عبدالسلام شک کیږي چې د پاریس په بریدونو کې یې چې ۱۳۰ انسانان پکښې ووژل، برخه درلودله.
په هایټي کې پارلمان نوی حکومت رد کړ
په هایټي کې د موقتي ولسمشر تر ټاکنې وروسته د پارلمان د استازو مجلس نوماند لومړی وزیر فریتس الفونزې ژین او د ده کابینه په واضح اکثریت سره رد کړه. نوموړي تر ټولو زیاتې مخالفې رای د پخواني ولسمشر میشل مارتیلي د ډلې له خوا ترلاسه کړې. مارتیلي د فیبرورۍ میاشتې په سر کې پرته له دې چې ځای ناستې یې وټاکل شي، له دندې ګوښه شو. د نوموړي د ځاي ناستي د ټاکلو له پاره به انتخابات د اپریل پر ۲۴ نیټه ترسره شي.
د م.م کارکونکي له مراکش څخه وتلي دي
د مراکش او ملګرو ملتونو ترمنځ د لانجې په ترڅ کې دغه هیواد د ملګرو ملتونو د لویدیځې صحارا د سولې د ماموریت کارکونکي شړلي دي. د مراکش دولتي خبري آژانس «ایم ای پي» خبر ورکړې چې د ملکرو ملتونو د ۸۰ زیات ملکي کارکونکي هسپانیې ته تللي دي. د مراکش او ملګرو ملتونو ترمنځ شخړه له هغه وروسته پیل شوه چې د دغه سازمان عمومي منشي بان کې مون د مرکش له خوا پر لویدیځې صحارا کنترول د «اشغال» په توګه یاد کړی وو.
ترکیه: پولیس د شکمنو برید ګرو په اړه پلټنه کوي
په استانبول کې د تازه تروریستي برید وروسته پولیس د افراطي ډلې «اسلامي دولت» د دریو غړو په هلکه پلټنې کوي. د «سي این این ترک» تلویزیوني شبکې په حواله دغه کسان د استانبول په نورو سیمو کې هم د بریدونو پلان لري. د «انادولو» دولتي خبري آژانس په حواله دغه درې سړي له ځان سره ناسم اسناد لري. د شنبې په ورځ د استانبول په یوه بازار کې یوه ځانمرګي برید د برید کونکي په ګډون د پنځوو انسانانو ژوند واخیست.
د ترکیې مامورین د آژې ټاپوګانو ته رسیدلي دي
د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د رامنڅته شوي تړون د عملي کولو په برخه کې یو څه پرمختګ شوی. د ترکیې لومړي ارتباطي مامورین د آژې لیسبوس او کیوس ټاپوګانو ته رسیدلي دي.. یوه یوناني چارواکي وویل چې دغه مامورین به پریکړه کوي چې کوم هغه مهاجر چې په یونان کې یې د پنا غوښتنه نه ده کړې، بیرته ترکیې ته ولیږدول شي. په یونان کې دمګړۍ د کارپوهانو او ژباړونکو نه شتون یوه لویه ستونزه ده.