لنډ خبرونه په متن او انځور کې
آلمان: د اور ګاډو ټکر ګڼ شمیر انسانانو ته مرګ ژوبله اړولې
د آلمان په بایران ایالت کې د دوه مسافر وړونکو ریلونو د ټکر په نتیجه کې لږ تر لږه ۹ انسانان وژل شوي. د پولیسو له خوا ویل شوي چې د ۱۰۰ کسان ټپیان دي چې له دوی څخه د ۵۰ روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی. د پورتني بایرن په باد ایبلنګ کې دغه دواړه مسافر وړونکي ریلونه له یو بل سره مخامخ وجنګیدل او له پټلۍ واوښتل. د حادثې علت تر اوسه روښانه نه دی.
د هالنډ ملکې د م. م. د ځانګړې مالي استازې په توګه پاکستان ته سفر کړې
د هالنډ ملکه ماکسیما چې د ملګرو ملتونو د مالي پراختیايي مرستو ځانکړې استازې ده، نن، سه شنبه د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته رسیدلې . نوموړې به دغلته د لومړي وزیر نواز شریف، د مالېې د وزیر اسحاق دار او همدا راز د شخصي او دولتي شرکتونو له مشرانو سره وګوري. د ملکه مکسیما د سفر هدف د داسې لارو چارو لټول دي چې اړ کسان مالي خدماتو د مثال په توګه سپما حسابونو، پورونو او یا بیمو ته لاس رسۍ پیدا کړي.
اوکراین: د دنیڅک هوايي ډګر ته نزدې نښتې ادامه لري
د اوکراین په ختیځ کې د اوربند سره سره هم د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو او د اوکراین د پوځ ترمنځ نښتې رواني دي. د اوکراین پوځ ویلي چې د دنیڅک د هوايي ډګر سره نزدې پر درې پوستو یې ډزې شوي. د لوهانسک په خپل سر نومول شوي جمهوریت له خوا هم ویل شوي چې د اوکراین له لورې پرې ۶ بریدونه ترسره شوي.
م.م. غواړي د ترکیې پر سرحد میشتو سوریايي مهاجرو ته چټکي مرستې ورسوي
ملګري ملتونه په پام کې لري د ترکیې د پولې سره د بندو پاتو زرونو سوریايي کډوالو سره خپلې بشري مرستې پراخې کړي. د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږي کونکي ستیفن اوبراین وویل چې د «باب السلام» پر پاټک په جوړو شویو کمپونو کې میشتو سړو، ښځو او ماشومانو ته به په چټکه توګه خوراکي توکي او اوبه ورسولي شي. ده د سوریې د جګړې پر ښکیلو خواو غږ وکړ چې مرسته کونکو ته د اړو انسانان سره د کومک زمینه برابره کړي.
د پولیسو د عملیاتو پر وخت په هانګ ګانګ کې سخت اخ و ډبونه
په هانګ ګانګ کې د سړک د غاړې د خوراکي توکو د غیرقانوني پلورنځایونو د بندولو د عملیاتو پر وخت خونړي اخ و ډبونه رامنځ ته شوي دي. د رپوټونو په حواله کله پولیسو د مانګکوک په تجارتي سیمه کې د سړک د سر د دغه دکاندارانو د شړلو هڅه وکړه نو سخت مقاومت سره مخ شول. په دې ترڅ کې ۴۸ پولیس ټپیان شوي او ۲۴ انسانان نیول شوي دي.
پاکستان: د هند پر پوځي اډه برید د «جیش محمد» ډلې نه دی ترسره کړی
د پاکستان امنیتي چارواکو تر پلټنو وروسته ویلي چې هیڅ داسې شواهد یې نه دي موندلي چې ګڼي کومې پاکستان میشته ترهګرې ډلې دې د هند د پټانکوټ پر پوځي هوايي اډه برید کړی وي. زیاته شوې چې تحقیقاتي ډلې د «جیش محمد» ډلې د مشر مولوي مسعود اظهر او د هغه د ملګرو په اړه تر پلټنو وروسته کوم روښانه شواهد نه دي موندلي. هند پر دغه پوځي اډه د برید وروسته د پاکستان له حکومت څخه په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې وه.
ترکیه د نورو سوریايي کډوالو د راتګ اټکل کوي
د ترکیې حکومت د ګاونډي هیواد سوریې په حلب کې د سختو نښتو له امله د نورو ۶۰۰ زره مهاجرو د راتګ اټکل کوي. د کابینې د یوې غونډې وروسته مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموس دغه شمیرې شریکې کړې. د سوریې حکومتي ځواکونو په دې وروستیو ورځو کې د روسېې د هوايي بریدونو په مرسته د یاغیانو د پاخه سنګر حلب پر لور پرمختګ کړې چې له امله یې تقریباً ۳۰ زره انسانان د ترکیې سرحد ته وتښتیدل.