لنډ خبرونه په متن او انځور کې
بغلان: چاودنې ۳ ماشومان وژلي
د افغان چارواکو په حواله په بغلان ولایت کې یوې چاودنې ۳ ماشومان وژلي او ۱۲ نور ئې ټپيان کړي چې د څلورو روغتیايي حالت خراب ښوول شوی. د بغلان د پولیسو ویاند وویل چې چاودنه نن، سه شنبه د بغلان ولایت مرکز پلخمري سره نژدې پرته سیمه کې رامنځته شوه. نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه پلټنې پیل شوي خو ويي ویل چې پیښه ښايي د ماین چاودنې له امله رامنځته شوي وي. د قربانیانو عمرونه د ۷ او ۱۲ کالونو ترمنځ دي.
د آلمان کابینې د سوریې ماموریت تصویب کړ
د آلمان کابینې په سوریه کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د آلمان د پوځ پلان شوې ماموریت تصویب کړ. په نظر کې نیول شوې چې پر نورو سربیره به د «تورنادو» د اکتشافي الوتکو د پروازونو او د یوې جنګي بیړۍ په واسطه د سوریې ساحل ته نژدې د فرانسې د «شال ډي ګول» الوتکې لیږدونکې بیړۍ ساتنه وشي. د آلماني پوځ په دې ماموریت کې به تقریباً ۱۲۰۰ عسکر شامل وي.
لبنان او النصره جبهې بندیان تبادله کړي
لبنان او النصره جبهې چې د القاعدې شبکې د سورېې څانګه بلل کیږي، بندیان تبادله کړي دي. د رسنیو د رپوټو په حواله ۱۶ هغه لبناني عسکر آزاد کړل شوي چې د ۲۰۱۴م کال په اګست میاشت کې په سرحدي ښار عرصال کې د اسلامپالو له خوا نیول شوي ول. زیاته شوې چې د دې په بدل کې لبنان د النصره جبهې سره تړاو درولودونکي ۱۳ بندیان آزاد کړي دي.
د فرانسې پولیسو د پاریس د بریدونو وروسته ۲۰۰۰ زیاتې چاپې وهلي
د پاریس تر یرغلونو وروسته د بریدګرو او د هغوي د ملاتړو په لټه کې د فرانسې پولیسو تر اوسه د ۲۰۰۰ زیاتې چاپې وهلي او ۲۱۰ تنه یې نیولي دي. لومړي وزیر مانویل والس وویل چې د نومبر د ۱۳ د پیښې راهیسې د کورونو د تالاشۍ پرمهال ۳۲۰ میله وسله موندل شوې چې په هغه کې تقریباً ۳۰ میله جنګي وسله شامله ده. فرانسې د دغه ترهګریزو بریدونو وروسته د فبرورۍ تر ۲۶ نیټې پورې د اضطراري حالت قوانین نافذ کړي دي.
د عراق پوځ وايي د رمادي اوسیدونکي باید دغه ښار پریږدي
د عراق پوځ د رمادي ښار له ټولو اوسیدونکو غوښتي دي چې ژر تر ژره له دغه ښاره ووځي. خو اوسیدونکي وايي چې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» له خوا ورته ګواښ شوی چې هر هغه څوک چې د پوځ پر لارښونه عمل کوي، هغه به ووژل شي . په بغداد کې د پوځ یوه ویاند وویل چې د «اسلامي دولت» ډله د دغه ښار تقریباً ۵۰ زره اوسیدونکو ته د برمته شویو په سترګه ګوري. په تیر کې له هغو خلکو چې غوښتل یې له ښاره ووځي، جریمه اخیستل کیده.
پاریس: د م. م. د اقلیم په کنفرانس کې خبرې اترې رواني دي
د پاریس په لې بورژه کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د ۲۱ کنفرانس پر وخت د ۱۹۵ هیوادونو استازي د اقلیم ساتنې د یوه تړون د مسودې پر سر سلا مشورې کوي چې له مخې به د ګلخانه يي ګازو افرازات محدود او په دې توګه د ځمکې د تودیدو مخه ونیوله شي. سربیره پر دې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د ګڼ شمیر افریقايي مشران په پام کې لري په دغه لویه وچه کې د اقلیم د ساتنې په موخه یوه نوښت وړاندې کړي.
بان کي مون: د ایډز ناروغان باید درملو ته لاس رسۍ پيدا کړي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د ایډز د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ پر حکومتونو د دغه ناروغۍ په خلاف د غښتلی مبارزې غږ وکړ. نوموړي په یوه اعلامیه کې وویل چې تر ۲۰۳۰م کاله ایډز ته د ماتې ورکولو د ملګرو ملتونو هدف ترلاسه کیدلای شي. نوموړي زیاته کړې د هغو انسانانو ته چې دغه مرض ورته سرایت کړې، اړینې درملنۍ او درملو ته باید لاس رسۍ پيدا کړي او ښځو او ځوانو انجونو ته باید ښه پوهاوې ورکړل شي.