لنډ خبرونه په متن او انځور کې
م.م: سږ کال اروپا ته د ۷۰۰ زرو زیات مهاجر رسیدلي
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې (UNHCR) په حواله په روان کال کې تر ۷۰۰ زرو زیات کډوال د مدیترانې له لارې اروپا ته په رسیدو توانیدلي. زیاته شوې چې ۳۲۱۰ انسانانو د دغه خطرناک سفر په وخت خپل ژوند له لاسه ورکړې او یا هم لا درکه شوي دي. له هغو څخه چې اروپا ته په داخلیدو توانیدلي ۵۶۲ زره یونان ته او ۱۴۰ زره اېتاليا ته رسیدلي دي. د یونان ساحل د رسیدونکي مهاجرو څخه یې ۶۴ سلنه سوریايي وګړي دي.
کانګو: ریفرنډم په اساسي قانون کې بدلون ته لار هواره کړه
د کانګو د انتخاباتو کمیسیون د معلوماتو پر اساس د اپوزیسیون له خوا په تحریم شوي ریفرنډم کې نزدې ۹۳ سلنه وګړو په اساسي قانون کې د اړوند بدلون په پلوۍ رای ورکړه. د کورنیو چارو وزیر ریموند مبولو وویل چې په اساسي قانون کې به هغه بدلون رامنځ ته کړل شي چې د ولسمشر د عمر او د کاري دورو د شمیر محدودیت له منځه وړي. د رسمي ارقامو پر اساس په ټاکنو کې تر ۷۲ فیصدو زیاتو رای اچونکو برخه واخیسته.
آلمان د عراق سره د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي
د آلمان دفاع وزیرې اورزولا فون دیر لاین عراق ته د خپل سفر په پای کې له دغه هیواد سره د جهادستانو څخه د بیرته نیول شویو سیمو د بیا رغونې په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه. د آلمان دغه سیاستوالې دا څرګندونې په اربیل ښار کې د کردانو د خپلواکمنې سیمې د مشر مسعود بارزاني سره تر لیدنې کتنې وروسته وکړې. نوموړې د ماینونو ټولول او همدا راز د اوبو او ګازو د نلونو او د بریښنا د مزو د بیرته غځولو یادونه وکړه.
د آلمان پولیس به د مهاجرو په برخه کې د سلوانیا سره مرسته وکړي
د آلمان فیډرالي پولیس به په راتلونکو ورځو کې د سلوانیا سره د مهاجرو په برخه کې د مرستې په موخه دغه هیواد ته سفر وکړي. د یکشنبې په ورځ په بروکسل کې د مهاجرو د بحران په اړه په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې د نورو سربیره سلوانیا ته په یوه اوونۍ کې دننه د ۴۰۰ پوله ساتونکو د لیږدولو پریکړه هم شوې وه. دغه هیواد ته په دې وروستیو کې په زرونو مهاجر رسیدلي دي.
په ترکیه کې د «اسلامي دولت« ډلې د پلویانو پر ضد عملیات
د ترکېې په پلازمینه انقره کې د خونړي برید کابو دوه اوونۍ وروسته د «اسلامي دولت» ډلې د احتمالي غړو پر ضد د امنیتي ځواکونو عملیات ادامه لري. د دوګان د خبري آژانس په حواله د اناطولیه په کونیا ښار کې د یوې سترې چاپې پر وخت ۳۰ شکمن کسان نیول شوي. د دوشنبې په ورځ په دیارباکیر ښار کې د «اسلامي دولت» ډلې پر یوه احتمالي مرکز د چاپې پر وخت ۷ تنه جنګیالي ووژل شول او ۱۲ نور نیول شوي دي.
د پورونو بحران د اروپايي ټولنې څوانان اغیزمن کړي
د «بیرتلزمن» موسسې د یوې څیړنې په حواله د اروپايي ټولنې په غړو هیوادونو کې ۲۶ ملیونه ماشومان او ځوانان د بې وزلۍ او ټولنېزې انزوا له ګواښ سره مخ دي. په دې توګه د تیرو کالو د اقتصادي بحران له امله د اروپايي ټولنې تقریباً ۳۰ سلنه د ۱۸ کلنې کم عمر درلودونکي اغیزمن دي. له دوې څخه یې تر ۵ ميلیونو زیات د کار و کسب د زده کړې د چانس نه درلودو له امله له راتلونکي بې برخې دي.