لنډ خبرونه په متن او انځور کې
آلمان د مهاجرو سره د ملیاردو یورو مرسته کوي
په برلین کې آلمان د مسیحي اتحاد او د سوسیال ډیموکراټ حکومت مشران د پناغوښتونکو له پاره د مرستې پر یوه هر اړخیز پروگرام سره یو شوي. د ۲۰۱۶ م کال په بودجه کې به ۳ ملیاردو یورو لوړه شي او ایالتونو او سیمه ییزو ادارو ته هم به نورې ۳ ملیارده یورو په اختیار کې ورکړل شي. همدا راز به د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت د بحرانونو د لاس بری او مخنیوي برخې ته هم هر کال ۴۰۰ ملیونه یورو ورکړل شي.
په ترکیه د پي کې کې برید عسکر وژلي
د ترکیې په جنوب ختیځ کې په پرته سیمه داگلیچا کې پر پوځ یوه برید گڼ شمیر عسکر وژلي. د کردانو منع شوي کارگر گوند د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی او د ۱۵ عسکرو د وژلو او د وسلې د لاسته راوړو ادعا یې کړې. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه برید تايئد کړ او ویویل چې دغه پیښه په هکاري ایالت کې چې د عراق او ایران سره شریکه پوله لري، رامنځ ته شوې. خو نوموړي د وژل شویو د شمیر په اړه څه ونه وییل.
اسراییل د اردن سره پر پوله اوسپنیز دیوال جوړوي
اسراییل د اردن سره پر پوله د یوه نوي اوسپنیز دیوال په جوړولو پیل کړې. لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو وویل چې دا دیوال باید ترهگر، قاچاق کونکي او مهاجر اسراييلو ته له داخلیدو ایسار کړي. اردن هغه یوازینې هیواد دی چې اسراییل ورسره تر اوسه خپله ځمکنۍ پوله په بشپړه توگه نه ده خوندي کړې. په اصل کې دغه اوسپنیزه کټاره د سره سمندرگي پر غاړه د «تِمنا» د نوي نړیوال هوايي ډگر څخه د ساتنې په موخه جوړیږي.
د اتریش ولسمشر ایران ته سفر کوي
د اتریش ولسمشر هاینس فیشر به نن په یولسو کالو کې د لومړي لویدیځوال سیاستوال په توگه ایران ته سفر وکړي. په خپل درې ورځني سفر کې به نوموړی د ولسمشر حسن روحاني ترڅنگ د مذهبي مشر آیت الله خامنه اي سره هم وگوري. د اروپايي ټولنې د نورو ډیرو هیوادونو په څير اتریش هم په پام کې لري د ایران سره د اړیکو یو نوی دور پیل کړي. د اتریش د ولسمشر سره په دغه سفر کې یو ستر اقتصادي هیئت هم ملتیا وکړي.
م.م: د اردن سیند لویدیځې غاړې گڼ کورونه د ویجاړولو له خطر سره مخ دی
د ملگرو ملتونو له خوا ویل شوي چې د اردن سیند د لویدیځې غاړې د فلسطیني وگړو د هغې سیمې په زرونو کورونه چې د اسراییلو په کنترول کې ده، د نړول کیدو له گواښ سره مخ دي. د ملگرو ملتونو د بشري مرستې د همغږۍ د برخې (OCHA) له خوا ویل شوي چې اسراییلو د ۱۹۸۸ او ۲۰۱۴م کالو ترمنځ په خپلو سیمو کې په ۱۴۰۰۰ قضیو کې د کورونو د ویجاړولو هدایات ورکړي ول چې د له دوي څخه یې د ۱۱۰۰۰ په اړه لا حتمي پریکړه نه ده شوې.
گواتیمالا: د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هنرمند مورابلس لومړی مقام خپل کړې
په گواتیمالا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په لومړي پړاو کې ښايي جمي مورابلس چې د هیواد یو مشهور هنرمند او ټوکي دی، بری ترلاسه کړي. د ناسیونالستي گوند «ایف سي این» دغه کاندید د ټاکنو د نیمايي مرکزونو د رایو تر شمیرولو وروسته ۲۶،۵ سلنه رای ترلاسه کړي. دوهم مقام د محافظه پال اړخ کاندید مانویل بالیزون او دریم مقام پخوانۍ لومړۍ میرمن سانتدره تورس خپل کړې.