لنډ خبرونه په متن او انځورونو کي
برلین ته نژدې د مهاجرو سرپنا سوځول شوې
د برلین لویدیځ لوري ته په پرته سیمه ناون کې د مهاجرو له پاره پلان شوي سرپناوو ته اور ورته شوی دی. کله چې د سه شنبې په سهار د اور لگیدنې په اړه خبر ورکړل شو نو دغه د لوبو سالون په بشپړه توگه سوځیدلی وو. په ناون کې څو ځلي د مهاجرو د ځای پر ځای کولو پر ضد مظاهرې هم شوي. د آلمان حکومتي مشرانو او سياستوالو پر دغه عمل سختي نيوکي کړي دي.
ترکیه: ولسمشر په رسمي توگه د نویو ټاکنو اعلان وکړ
په ترکیه کې تر پارلماني ټاکنو دوې میاشتي وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي توگه د نویو انتخاباتو اعلان وکړ. د پارلمان د مشر عصمت یلماز سره تر لیدني وروسته د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له خوا وویل شول چې د جون میاشتې له ۷ نیټې تر انتخاباتو وروسته د یوه حکومت په رامنځ ته کولو د نه توانیدو له کبله باید نوي انتخابات وشي. اردوغان تیره اوونۍ د نومبر میاشتې انتخابات د احتمالي نیټی په توگه یاده کړې ول.
«په سعودي کي اعدامونه ډېر شوي»
د بخښنې نړیوال سازمان پر سعودي عربستان د اعدامونو په برخه کې سختې نیوکې کړي دي. د بشري حقونو دغه سازمان په برلین او لندن کې په خپاره شوي رپوټ کې پر دغه شاهي سلطنت تور لگولی دی: «د اعدام سزا په بوږنونکي خپلسري توگه ورکول کیږي.» د سازمان په حواله د ۲۰۱۵م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰۲ کسان اعدام شوي دي چې له ډېرو یې سرونه پري شوي دي.
په سوونو مهاجرو هنگري ته ځانونه رسولي
د یونان او مقدونيا سرحد تر پرانيستلو وروسته په سلونو مهاجرو د صربستان له لاري د اروپايي ټولني غړي هیواد هنگري ته رسیدلي دي. دغه مهاجر د هنگري سرحد له هغي برخي تیر شول چې ۴ متره لوړ اوسپنیز دیوال پکې نه دی جوړ شوی. هنگري غواړي دغه دېوال له صربستان سره په سرحد کي جوړ کړي. د ديوال اوږدوالی به ۱۷۵ کیلومتره وي. مقدونیا د تیري پنجشنبې په ورځ د مهاجرو له امله له یونان سره خپل سرحد وتاړه.
میرکل مینسک د تړون پر عملي کولو ټینگار وکړ
د اوکراین په ختیځ کې زور زیاتي ته په کتو سره آلمان او فرانسې د مینسک تړون د عملي کولو غوښتنه کړې ده. د آلمان لومړۍ وزیري انگيلا میرکل د دوشنبې په ماښام په برلین کې د فرانسې او اوکراین د ولسمشرانو سره تر لیدني کتني وروسته وویل چې د مینسک تړون له مخي اوربند ټینگولو په موخه « هر څه باید وشي.» دوی دغه راز ويلي دي چې د اروپا د همکارۍ او امنیت سازمان د غړو کار باید هیڅ محدودیت او ځنډ ونه لري.
امریکا په اروپا کې جنگي جټ الوتکې ځای پر ځای کوي
امریکا به ډير ژر په اروپا کې F-22 ډوله جنگي جټ الوتکي ځای پر ځای کړي. د امریکا د هوايي تجهیزاتو دولتي وزیرې دیبورا جیمز وویل چې دا د ناټو له غړو هيوادونو سره د مرستي د هر اړخیزي ستراتیژۍ برخه ده. په دې ترڅ کې هغه په خاصه توگه د اوکراین کړکیچ ته اشاره وکړه چې په وینا يې د امریکا او د اروپايي متحدیدینو له پاره یې اوس هم «د ستري انديښني لامل دی.»