لنډ خبرونه په انځورونو کې
د سوریې د کړکیچ د پای ته رسولو په موخه غونډه
په سوریه کې جګړې ته په کتو سره د جمعې په ورځ په دغه هیواد کې د کورنۍ جگړې د ختمیدو پر لارو چارو په ویانا کې سلا مشوره وشوه. د امریکا متحدو ایالاتو، روسیې، چین، فرانسې او بریتانیې تر څنگ په دغو خبرو اترو کې پر نورو سربیره د ایران، سعودي عربستان، ترکیې او د آلمان د بهرنیو چارو وزیرانو هم گډون کړی دی. د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم او د دغه هیواد د اپوزیسیون استازي په دې غوڼده کې حاضر نه وو.
د کډوالو د کړکیچ پر په آلمان کې پر رامنځته شویو اختلافاتو نیوکې
د آلمان مرستیال صدراعظم زیگمار گبرایل د کډوالو د کړکیچ پر سر د مسیحي سوسیال او مسیحي دیموکرات اتحاد تر منځ پر لانجې باندې نیوکې وکړې. هغه «شپیگل آنلاین» سره په مرکه کې ویلي دي چې د ډیر شمیر کډوالو له کبله د لویی ننګونې په پام کې نیولو سره د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال گوندونو تر منځ لانجې د حکومت د کار کولو وړتیا له گواښ سره مخامخ کړې ده.
په آژه سمندرگي کې لږ تر لږه یوولس مهاجر ډوب شوي
د پنجشنبې په شپه له ترکیې څخه یونان ته پر لاره د آژه په سمندرگي کې لږ تر لږه لس تنه مهاجر غرق شوي دي. بندري پولیسو خبر ورکړی دی چې د مهاجرو کښتۍ د کالیمنوس ټاپو ته څیرمه ډوبه شوې ده. ۱۳۵ تنه نور کډوال ژوندي ژغورل شوي دي. همدا د چهارشنبې په ورځ د یونان ټاپو گانو ته څیرمه څو کښتۍ ډوبې شوې چې د ۱۷ کسانو ژوند یې اخیستی وو. په مړو شویو کسانو کې یوولس ماشومان هم شامل دي.
په اوکراین کې د مهماتو په یوه ډيپو کې چاودنه شوې
د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو د وسلو په یوه ډيپو کې د اور لگیدنې له کبله څو چاودنې شوي دي. په پلازمینه کیف کې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د لوهانسک په سیمه کې د سواتووي په ښار کې د دغې پیښې له کبله دوه تنه وژل شوي او یو شمیر نور بیا ټپیان شوي دي. ویل شوي دي چې د اور لگیدنې علت نه دی معلوم.
ماگوفولي د تانزانیان د ولسمشریزو ټاکنو گټونکی اعلان شوی
د تانزانیا هیواد د ټاکنو کمېسیون په رسمي توگه جان موگوفولي د یکشنبې د ورځې د ولسمشریزو ټاکنو د گټونکي په توگه اعلان کړی دی. د ټاکنو د کمېسیون په وینا هغه ۵۸ سلنه رایې گټلې دي په داسې حال کې چې د اپوزیسیون کاندید دامیان لوبوا بیا ۴۰ سلنه رایې خپلي کړي دي. اپوزیسیون د ټاکنو پایلې رد کړي دي او ویلي یې دي چې کمېسیون د انتخاباتو په نتایجو کې لاسوهنه کړې ده.