لندن ته د تيريدو پرمهال نيول سوو مهاجرو کي افغانان هم دي
۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبهدغه خبره د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د سپټمبر ۱۱ مه) په لندن کي کړې ده. ددغه وزارت په حواله، دا له اگست میاشتي راهیسي تر ټولو لوړ عدد ؤ، چي پرون سه شنبه(د سپټمبر پر ۱۱ مه) راگرزول سوي دي. هغوی ټوله په کوچنی کښتیو کي سپاره وه او غوښتل یې له فرانسې څخه ځانونه لندن ته ورسوي.
بریتانیاوي چارواکو که څه هم په مانش کانال کي د هغوی کښتۍ متوقف کړي دي، خو بیا هم ځینو کسانو ځانونه انگلستان ته رسولي دي.
د مانش کانال دغه لار ډیره خطرناکه ده، د کښتیو ډیر تگ راتگ لري، سخت بادونه پکښي چلیږي، غبار راکښته کیږي او هوا د ۱۵ او ۱۷ درجې سانتي گراد تر منځ ډیره سړه وي. خو پر دغو ټولو شرایطو سربیره ډیری کسان ځانونه په خطر کي اچوي او ځیني خو یې حتی په لامبو باندي وراوړي.
د اگست میاشتي په پای کي یوه عراقي غوښتل، چي په خپله جوړ سوي پلاسټیکي بوتلانو واسکټ په واسطه له فرانسې څخه ځان لندن ته ورسوي، چي پرلاري باندي مړ سو.
د انگلستان اوسني صدراعظم بوریس جانسن د هغو مهاجرو په هکله د سختي تگلاري اعلان کړی دی، چي غواړي د مانش کانال له لاري ځانونه بریتانیا ته ورسوي.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 23.11.2017)