1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لام د چین د یوه پوځي ماموریت احتمال نه ردوي

۱۳۹۸ مهر ۱۶, سه‌شنبه

د هانګ کانګ د حکومت مشرې ویلي دي چې په هانګ کانګ کې د احتجاج کوونکو پر وړاندې د چین له لوري د مداخلې امکان نه ردوي. خو هغې په عین وخت کې پر دې ټینګار کړی دی چې هانګ کانګ باید پخپله «یوه حل لاره ومومي.»

https://p.dw.com/p/3Qszw
Hong Kong | Pressekonferenz Carrie Lam
انځور: AFP/Getty Images/N. Asfouri

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر اتمه) په خپل اوونیز مطبوعاتي کنفرانس کې د هانګ کانګ د حکومت مشرې کري لام، وویل چې پیکینګ له دې سره موافق دی چې هانګ کانګ باید د چین د مداخلې پرته روانو سترو احتجاجونو ته سوله ایزه حل لاره ومومي. خو له دې سره سره هغې د چین د پوځې مداخلې احتمالي انتخاب رد نه کړ.

د لام په خبره په دې وخت کې «زه هم په کلکه دا احساس لرم چې موږ باید پخپله حل لارې ومومو. دا [په پیکینګ کې] هم د مرکزي حکومت دریځ دی چې هانګ کانګ باید پر خپلو ستونزو پخپله برلاسی شي.»

کري په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې وړاندې وویل «که چیرې وضعیت ډیر خراب شي، نو بیا هیڅ کوم انتخاب نه شي ردیدی، که چیرې موږ غواړو هانګ کانګ لږ تر لږه یو چانس ولري.» لام زیاته کړه: «زه په اساسي ډول تاسو ته نه شم ویلی چې له مرکزي حکومت څخه د مرستې د غوښتلو په شمول به د کومو شرایطو په ترڅ کې موږ اضافي څه کوو.»

پر ماسک باندې بندیز پر خپل ځای پاتې دی

لام هغه وخت لا د خلکو ډیر انتقادونه راوپارول چې د تیرې جمعې په ورځ یې د بریتانيا د مستعمرې د وخت یو پخوانی بیړنی قانون نافذ کړ چې په عامه غونډو کې مخ پټول یا ماسک اغوستل منع کوي. د سه شنبې د ورځې په مطبوعاتي کنفرانس کې هغې استدلال وکړ چې د نورو هیوادونو بندیزونه ښایي د دې له خوا تر لګول شوي بندیز سخت وي: «د هغوی اقدامات به زموږ تر هغې نرم نه وي او ښایي نور هم شدید وي.»

Hongkong Anti-Regierungsproteste
انځور: Reuters/A. Perawongmetha

د هانګ کانګ د حکومت مشرې په خپلو څرګندونو کې وویل چې د بیړني واک قوانینو پرمخ بیولو له پاره نور کوم پلانونه نه لري او په خبره یې حکومت به تر قانون لاندې د نویو اقداماتو د ترسره کولو له پاره «دقیقه ارزونه» تر سره کړي، د بیلګې په توګه د انټرنیټ د کنترول له پاره.

کله چې له هغې پوښتنه وشوه چې فکر کوی پر ماسک اغوستلو باندې بندیز بریالی وو؟ په ځواب کې یې وویل چې په دې هکله د څه ویلو له پاره لا وخته دی: «زه ډاډ یم چې تاسو ټول به له دې سره موافق یاست چې یوه نوي پالیسي یا نوی قانون په اغیزمنه توګه د تطبیقیدو له پاره وخت ته اړتیا لري.»

د شنبې او یکشنبې په ورځو په زرونو خلک له ماسکونو سره راوتلي وو، خو د نوي نافذ شوي قانون له مخې یوازې د دوو کسانو پر ضد دعوه شوې چې یو پکښې ځوان محصل دی او بله یوه ۳۸ کلنه ښځه ده. دغه بندیز په ښوونځیو او پوهنتونو کې هم وضع شوی دی.

لام دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې تر څو ورځو رخصتیو وروسته د هانګ کانګ زیاتره اوسیدونکي بیرته خپلو کارونو ته ورګرځیدلي دي.

خو لام په خپلو څرګندونو کې دې ته اشاره وکړه چې په تیره اوونۍ کې د سیلانیانو شمیر تر۵۰ سلنه راکم شوی دی. د مترو په شمول په ډیرو برخو کې خدمات لا هم په بشپړه توګه بیرته نه دي پیل شوي.

دغه احتجاجونه په جون میاشت کې وروسته له هغې پېل شول چې لام، هڅه وکړه چین ته د شکمنو کسانو د ورسپارلو په هکله یو شخړه ایز قانون تصویب کړي. که څه هم دغه لایحه ځنډول شوې ده، خو په هانګ کانګ کې مظاهره کوونکي د دولتي چارو په هکله ناراضه دي او په مظاهرو کې کموالی نه تر سترګو کیږي.

sr/nz (dpa, AFP, Reuters)