1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لامپېدوسا: کتاب لرونکي مهاجرو ماشومانو ته کتابتون جوړوي

۱۳۹۶ مهر ۳۰, یکشنبه

د ايتاليا په سويل کې د لامپدوسا کوچنی ټاپو د ښځو، ماشومانو او نارينه و په ګډون د زرونو مهاجرو په هستوګنځای اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/2mJ5i
Deutschland - Reiseführer
انځور: picture-alliance/dpa/K. Heimeier

دلته ميشت انسانان ټول هغه مهاجر دي چې د يو باامنه او سوکاله ژوند د لرلو په موخه د مديترانې سمندرګي له خطرناکې لارې ورته راوښتي دي. دلته ډیری مهاجر بیکاره دي، خو اوس د ټولې نړۍ څخه کتاب لرونکو داسې يو تصميم نيولی دی چې په دغه ټاپو کې ميشتو مهاجرو ماشومانو ته يو کتابتون ډالۍ کړي. خبريال مګان ويليامز وايي چې يو شمير کتابونه لا دمخه پلازمينه روم ته رسيدلي دي.

هغه ليکي: متقاعد داستان ليکونکې ماريلا بيرتلي ماته د ښايسته کتابونو څخه ډکه يوه المارۍ وښودله چې ټول کتابونه يې د ښايسته او ښکلو انځورونو درلودونکي دي. د کتابونو دغه آلمارۍ د روم ښار د « پلازو ديل ايپوسي زيوني» د يو لوي سالون په يوه کوچنۍ کوټه کې درول شوې ده. بيرتلي وايي: « دا المارۍ د هنر يو ټولګه ده او د ماشومانو له پاره ځانګړي کتابونه ته جلا کړل شوې ده».

« بې پولې انځوريز کتابونه»

په دغه نندارتون کې په لسونو کتابونه شتون لري چې بيرتلي او نور کتاب لرونکي يې « بې پولې انځوريز کتابونه» بولي. په ځينې کتابونو کې د مهاجرت موضوع اړوند مطالب خپاره شوي، خو ځينې نورو يې بيا د مختلفو نړيوالو مطالبو لرونکي دي. بيرتلي ورو ورو د يوه کتاب پاڼې اړوي. دغه کتاب چې د جايزې ګټونکی هم دی، د ليکوال جونارنو لاوسن او د انځورګر سيدني سميت ګډ اثر دی. بيرتلي د دغه کتاب په شرح کې وايي: « يو ماشوم چې سره کوچنۍ کورتۍ يې اغوستې ده».

يوه بله ماشومه د خپل پلار سره په يوه توره او سپينه نړۍ کې قدمونه وهي، تر هغې چې ورو ورو رنګه شيان يې پرمخ ورځي او ويني يې.

بيرتلي زياتوي: « او دوې په دې ترتيب هغه ګلان پیدا کوي او بیا د هغو په منځ کې ګرځي راګرځي».

نندارې ته وړاندې کړل شوي دغه کتابونه هم هاغه کتابونه دي چې حاضردمه د لامپدوسا کوچني ټاپو په تازه پرانستل شوي کتابتون کې شتون لري. د ايتاليا دغه ټاپو هغه ځای دی چې د ماشومانو په ګډون په زرونو انسانان ورڅخه، اروپايي هيوادونو ته د تيريدو په موخه کار اخلي.

بيرتلي وايي: « ولې د کليمو لرونکو پرته کتابونه؟ دا ځکه چې دغه کتابونه د ژبې، عمر او فکري وړتيا په څير موانعو څخه پراخ او د ټولو له پاره مناسب دي».

په زرونو کتابونه

پنځه کاله مخکې د « د ځوانانو د کتابونو له نړيوال هيئت» څخه د کتاب لرونکو يوې نه ستړې کيدونکې ډلې تصميم ونيوه چې په لامپدوسا ټاپو کې يو کتابتون جوړ کړي.

په روم ښار کې د ماشومانو د يو کوچني کتاب پلورنځي مالکه ديبورا سوريا، په دې اړه د لامپدوسا ښاروال سره تر خبرو اترو او تفاهم وروسته بریالۍ شوه چې په دغه ټاپو کې مهاجرو ماشومانو له پاره د کتابونو دغه مرستندويه پروژه په لاره واچوي.

سوريا په يوه ټيلفوني اړيکه کې د لامپدوسا ښاروال ته وايي: « هغه خو ويلي وو چې دلته په زرونو کتابونه شتون لري او ټول يې ايټالوي دي، خو دلته هيڅ کتابتون شتون نلري. زه فکر کوم دا ډیره بده ده. په همدې دليل دا يوه دوه ګونې پروژه وه».

دا په دې مفهوم چې دغه پروژه هم د مهاجرو ماشومانو او هم د سيمې د اوسيدونکو له پاره چې تر دې مخکې يې هيڅ کتابتون نه لرود، ډیره ګټوره ده.

هغه وايي دا يو ژور هنر او ميتود چې کولای شو پر مټ يې مهاجرو ماشومانو سره مرسته وکړو تر څو هغوی وشي کړای د خپلو ژورو احساساتو پر اساس د د زړه خبرې يې بيان کړي وي. دغه کتابتون دغه راز ځايي ځوانانو ته هم انګيزه ورکوي چې د پرمختګ په برخه کې يې موثر رول ولوبوي.

سوريا وايي: « زما په فکر دا يو سمبوليک کار دی. مونږ بايد د مديترانې په مرکز کې يو کتابتون ولرو. دا ډیره اړينه ده چې خلک پوه شي چې داستانونه د هر ډول اړيکو د ټيڼګښت اړين ارتباطي وسايل دي».

د خاموشو کتابونو دريمه ټولګه په کانادا کې تر لمړني تم کيدو وروسته، په ټوله نړۍ کې خپل سفر پیلوی او د مهاجرت داستانونه په آرام ځواک سره په ټوله نړۍ کې خپروي.