لاشيت: مجرم پيژندل شوي افغان مهاجر بايد اخراج شي
۱۴۰۰ مرداد ۱۱, دوشنبهلاشيت ويلي چې مجرم پيژندل شوي افغان مهاجر به سربيره په دې چې په افغانستان کې اوس د ناامنيو ګراف مخ په پورته کیدو دی، اخراج کړل شي. آلمانۍ ورځپانۍ بيلد د دوشنبې په ورځ (د اګست دوهمه) خپلې خپرې شوې ګڼه کې د لاشيت له قوله ليکلي: «موږ د افغانستان وضعيت له ډير نژدې څارو. موږ د طالبانو پرمختګ او د عوامو عواقب نادیده نه نیسو.»
لاشيت زیاته کړې: «له همدې کبله خو د اخراج په صورت کې د وضعيت دقيقې څيړنې ته اړتیا شته. خو زموږ دريځ روښانه دی: هر هغه څوک چې په آلمان کې د جنايي جرمونو مرتکب ګرځي، هغه به په دغه هیواد کې د میلمه په توګه خپل د اوسیدو حق له لاسه ورکوي.»
لاشيت ويلي دي چې د مجرمانو پر وړاندې د صفر زغم اصل د «هيڅ چا پر وړاندې د استنثنا قائيلدو اجازه نه ورکوي.» هغه ټيڼګار کوي چې مجرمان باید اخراج کړل شي د افغانانو په ګډون.
په داسې حال کې چې له افغانستان څخه نړيوال ځواکونه د وتلو په حال کې دي او دې سره جوخت د طالبانو یرغلیزو بریدونو هم زور اخیستی، آلمان حکومت لا هم دغه هیواد د مهاجرو د اخراج سیاست د پخوا په څير حفظ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د آلمان د کورنيو چارو وزیر، هورست زيهوفر هم ويلي وو چې په افغانستان کي پر ناامنيو، د طالبانو پر حملو او مخته تګ سربیره غواړي دغه هیواد ته افغانان اخراج کړي.
زېهوفر المانۍ د «بیلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي دي: «موږ همدا اوس افغانستان سره په خبرو کي یو، چي څنګه مجرمین بیا هم ور اخراجولای سو.»
dpa/mks/bs