لاریون کوونکي: جنایت کاران باید محاکمه شي
۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه
په دغه لاریون کې د کابل د ښار په سلوګونو اوسیدونکو ګډون کړی وو. د لاریون په پای کې د ګډون والو له لوري یو پریکړه لیک هم ولوستل شو. په پریکړه لیک کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل شول چې جنګسالاران له قدرت څخه لرې کړي:
«موږ د خلق او پرچم، جهادي تنظیمونو او طالبانو پورې تړلو جنایتکارانو برطرفي غواړو.»
لاریون کوونکو د خپلو هغو غزیزانو انځورونه له ځان سره لرل چې د افغانستان په دیرش کلنې جګړې کې یې له لاسه ورکړي دي. هغوی په لوړ آواز د «قربانیان عدالت غواړي» او «طالبانو ته باج ورکول خیانت دی» شعارونه ورکول.
په لاریون کې همداراز د افغان حکومت څخه وغوښتل شول چې د افغانستان د دیرش کلنې جګړي جنایت کاران یوې بي طرفه محکمي ته وړاندې کړي. د لاریون ګډون وال د ډله ایزو قبرونو د څیړلو او د هغوی د عاملیونو د پیژندلو غوښتونکې هم شول.
په پریکړه لیک کې همداراز د هغو افغانانو څخه چې په تیرو دیرشو کلونو کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي وغوښتل شول چې د پیښو جزییات له نورو خلکو سره شریک کړي ترڅو جنایاتکاران محاکمه شي.
د بشري حقونو یوه فعاله، ویدا وحید، وایي چې په تیرو لسو کلونو کې هم ځینې جنایت کاران په قدرت کې پاتې شوي دي. هغه د دغو کسانو د محاکمه کیدو غوښتنه کوي.
لاریون کوونکو همداراز د عمومي بڅښنې پر قانون سخته نیوکه وکړه او د دغه قانون د لغو کیدو غوښتونکي شول. د دغه قانون له مخې چې د افغانستان د پارلمان لخوا تصویب شوی هم دی هغه کسان چې په تیرو دیرشو کلونو کې یې جنګي جنایات تر سره کړي دي بخښل کیږي.
لاریون کوونکو د افغان حکومت څخه وغوښتل چې د انتقالي عدالت څخه ملاتړ وکړي. هغوی د طالبانو او ناټو لخوا د ملکي کسانو وژنې هم په کلکه وغندلې.
دویچه ویله/ حسین سیرت
کتونکی: مسعود جهش