لابراتوار: پر سکریپال د کارول شوي زهرو منبع معلوم نه ده
۱۳۹۷ فروردین ۱۵, چهارشنبهد بریتانيا په پورتون ټاون ښار کې د څیړنیز لابراتوار مشر ګاري آیتکین هیډ، وویل چې موږ وتوانیدلو تشخيص کړو چې په دې برید کې د نويچوک په نوم زهرجن ګاز کارول شوی دی: «موږـ د خپل قانون په چوکاټ کې وکولی شول دا د نویچوک په توګه تشخیص کړو.» آیتکین هیډ، زیاته کړه چې خو موږ ونه توانیدلو په دقیق ډول دا معلومه کړو چې دغه زهرجن ګاز له کومه شو.
«موږ دقیقه منبع نه ده تائیده کړې»
د لابراتوار د دغه مشر په خبره دا هیڅ د لابراتوار دنده نه ده. د علمي څیړڼو پایلې حکومت ته وړاندي شوي دي او هغوی دغه پايلي له ځينو نورو منابعو سره یوځای کړي او یوه ګډه نتیجه کیرې يې کړې ده: «موږ حکومت ته علمي معلومات وړاندې کړل، حکومت هم بیا له مختلفو منابعو څخه استفاده وکړه چې اوسنۍ نتیجه ګیرې ته رسیدلی دی.»
د آیتکین هیډ، په خبره د لابراتوار دنده دا ده چې په عملي ډول په برید کې کارول شوي مواد تشخیص کړي. هغه زیاته کړه د دې له پاره چې د دغو موادو د تولید ځای معلوم شي، لا زیاتو معلوماتو ته اړتیا ده چې حکومت ورته لاسرسې لري.
آیتکين هیډ هغه اټکلونه په پریکړنده ډول ردوي چې ویل کیږي دغه زهرجن مواد به د پورتون ټاون له سیمې څخه یوازې څو کیلومتره لیرې په یوه شخصي لابراتوار کې جوړ شوی وي. هغه وایې دلته د لوړی کچې امنیتي تدابير موجود دي، د بیلګې په توګه د (OPCW) یا د کیمیاوي وسلو د منع سازمان له خوا کنترول.
«مونږ په منظم ډول د (OPCW) سازمان له خوا ارزول کیږو او که چیرې داسې یوه اشاره هم موجوده وای، چې دغه مواد زموږ له چاردیوالۍ څخه وتلي دي، نو موږ به نور د کار کولو اجازه نه درلودلی».
ګری ایتکین هیډ، په دې باور دی چې احتمالاً هغه زهرجن ګاز چې د سرګي سکریپال او د هغه پر لور يوليا، په برید کې کارول شوي دي یوازې په دولتي لابراتوار کې تولیدیدلی شي.
«دا د پوځي صنف د عصابو زهر دي. د دې د تولیدولو له پاره ډیر پرمختللي میتود ته اړتیا ده. دا په زیات احتمال سره یوازې یو حکومتي عمل دی».
د بریتانيا د يوه لابراتوار دغه مشر زیاتوي چې دا ډیر قوي زهر دي چې هغه نه پوهیږي کوم مواد یې پر ضد کاریدلی شي. خو سره له دې هم هغه د سکریپال او د هغه د لور د درملنې له پاره لازمې مشورې ورکړي دي. د رسمي معلوماتو پر اساس د سرګي سکریپال وضعیت اوس هم د اندیښنې وړ دی. خو په همدې منځ کې ویل کیږي چې لور یې پر خبرو راغلې ده.
بل لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ډنهاګ کې د کیمیاوي وسلو د منع سازمان (OPCW) پر کارپوهانو غږ کړی دی چې د دغه زجن ګاز د منبع معلومولو په برخه کې بررسۍ او تحقیق وکړي. ټاکل شوی ده چې په دې اړه د هالنډ په لاهه ښار کې د کیمیاوي وسلو د منع سازمان د اجرایه شورا یوه ځانګړې غونډه ترسره شي.