قندوز: ځانمرگي بريد 7 افغان پوليس ووژل
۱۳۸۹ مرداد ۱۴, پنجشنبهافغان چارواکو ويلي دي چي د تاجسکستان و پولې او د قندوز ولايت ته نژدې د ناټو او افغان امنيتي چارواکو د موټرو پر يو قطار ځانمرگی بريد سوی دی. د چارواکو په وينا بريد د زيارت په ورځ تر سره سو او لږ تر لږه 7 افغان پوليس يې وژلي او يوولس نور يې ژوبل کړي دي.
د ولايتي پوليسو يوه افسر عبدالرحمن و رائټرز خبري آژانس ته د پيښي پخلی کړی دی او ويلي يې دي چي ځانمرگی بريد کوونکي په خپل موټر کي چاودېدونکي مواد پټ کړي وه. د نوموړي په وينا د بريد کوونکي خپل موټر د امنيتي چارواکو په قطار کي وواهه چي په ترڅ کي يې چاودنه رامنځ ته شوه.
په تيرو اونيو کي د افغانستان په جگړه کي توندوالی راغلی دی. د جولای تيره مياشت حتی د جگړې د پيل راهيسي تر ټولو خونړۍ مياشته وه. په نوموړې مياشت کي 66 امریکايي عسکرو ووژل سول چي له وجې يې په امريکايي ولس کي د افغانستان د جگړې ملاتړ لا زيات راټيټ سوی دی.
ليکونکی: احمدولي اڅکزی/آژانسونه
کتونکی: عبدالحکيم باري