1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر کي د سوريې رژيم د مخالفينو د همږغۍ غونډه

۱۳۹۱ آبان ۱۴, یکشنبه

د سوريې رژيم د مخالفينو غونډه پيل سوه. د دې غونډي هدف، د اپوزيسيون د ټولو اړخونو د همږغه کولو له پاره د یوې سياسي رهبرۍ جوړل دي.

https://p.dw.com/p/16ccH
انځور: Javier Manzano/AFP/Getty Images

د سوريې رژيم د مخالفينو جلسه نن يکشنبه(۲۰۱۲ کال د نومبر۴) د قطر په پلازمېنه دوحه کي د عربي اتحاديې تر څارني لاندي جوړيږي. د سوريې ملي مجلس، چي د بشارالاسد د څو مخالفو گوندونو او ډلو څخه جوړ دئ او د مخالفينو د ځواکونو ستره برخه جوړوي په دغه غونډه کي گډون کوي.

د دوحې غونډه به د«سوريې ملي ابتکار» په نوم يوه پنځوس کسيږه شورا جوړه کړي، چي دا به بيا په قوي احتمال«په تبعيد» کي يو انتقالي حکومت جوړ کړي، چي مشري به ئې د بشارالاسد د پيژندل سوي مخالف ریاض سيف پر غاړه وي.

د ټولو مخالفو ځواکونو يو ځای کېدل

د سوريې رژيم د مخالفينو د سياسي فعالينو په خبره په دوحه کي د دغي پنځه ورځنۍ غونډه موخه د«سورې ملي ابتکار» په نوم د نوي شورا جوړول دي، چي په دې کي د سوريې رژيم ټول مخالفين سره راټول سي.

ويل کيږي، چي«ملي ابتکار» به د اسد رژيم تر رنگېدو وروسته د دولت د رهبرۍ چاري پر غاړه اخلي او د پارلماني ټاکنو وخت او تر سره کېدو ته به لاره اواروي.

په حمص ښار کي د دولتي ځواکونو له خوا بمباريو ورانۍ
په حمص ښار کي د دولتي ځواکونو له خوا بمباريو ورانۍانځور: Reuters

تر اوسه پوري د سوريې رژيم د مخالفينو تر منځ د نظر ډير سخت اختلاف موجود دئ. دغه ډلي يوازي د بشارالاسد د ليري کولو پر سر سره همږغي دي.

انگلېسۍ ورځپاڼه«گاردين» ليکي، چي د دوحې غونډه د قطر دولت په نوښت او عربي دولتونو په همکارۍ جوړه سوې ده.

د ورځپاڼي په خبره عربي هيوادونه د«سورې ملي ابتکار» له شورا څخه د دې تمه لري، چي په سوريه کي د کړکېچ ختمولو له پاره د اسد رژيم سره خبري اتري پيل کړي. په هغه صورت کي، چي له اسد سره احتمالي خبري اتري له ناکامۍ سره مخامخ سي، غرب به د مخالفينو سره پر پوځي مرستو باندي فکر وکړي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض