1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قاضي وقاد: له حکمتيار سره خبري کوو

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

ټاکل شوې ده چي ډیر ژر به د افغان حکومت د يوې مخالفي ډلي حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولي خبري پيل شي. د افغان ولسمشر يوه سلاکار ويلي دي چي حکمتيار خبرو ته لېوالتيا ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/19OWr
FILE - In this March 8, 2007 file photo, Afghan rebel leader Gulbuddin Hekmatyar is seen in this photo grab from a video received by Associated Press Television in Karachi, Pakistan. More than seven years ago during an operation against Hezb-e-Islami Gulbuddin, the insurgent group headed by Hekmatyar, a suspected Afghan militant was brought to a dimly lit CIA compound northeast of the Kabul airport called the Salt Pit. His name was Gul Rahman, and he died in the Salt Pit on Nov. 20, 2002. (AP Photo/Mohammad Khalil, File)
Afghanistan Taliban Gulbuddin Hekmatyarانځور: AP

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړی او د ولسمشر حامد کرزي سلاکار قاضي محمد امین وقاد د سه شنبې په ورځ په کال کي د يوه ديني مرکز د کتابتون تر پرانيستلو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کي وويل، چي د حزب اسلامي مشر گلبدين حکمتيار له دوی سره مخامخ خبرو ته لېوالتيا ښوولې ده:

«د سولي عالي شورا هم فیصله کړې ده چې له حکمتیار سره اړیکي له سره ټینګي کړو او هغوی هم لیوالتیا ښوولي او اعلاميه یې خپره کړې ده، چې د سولي له عالي شورا سره به خبري پيلوو. خو د هغوی يوه غوښته په شورا کي د بهرنيانو نه شتون ده، چي همداسي هم ده.»

حکمتیار له تیرو دولسو کلونو راهیسي له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دی، چې د یو شمېر لویو بریدونو مسئولیت یي هم پر غاړه اخیستی دی.

حکمتیار تیر کال تر هغه وروسته له افغان حکومت سره د سولي خبري وځنډولي چې کابل او واشنګټن د اوږد مهالو همکاریو تړون لاسلیک کړ.

افغان دولت که څه هم څو ځله له طالبانو څخه په رسمي ډول غوښتي دي چې د سولي له پروسې سره یو ځای شي او له دوی سره خبري پيل کړي. خو د خپلي بلي مخالفي ډلي حزب اسلامي نوم په مشخصه توگه نه اخلي.

حتی د کوچني اختر په ورځ یو ځل بیا ولسمشر کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې د سولي له پروسي سره یو ځای شي لیکن هغه د ګلبدین حکمتیار نوم وا نه خیست.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان هم چمتو والی ښوولی دی چې په ټولو هغو سیاسي پروسو کې له افغان دولت سره هر راز مرستو ته چمتو دی چې په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو غاړو تر منځ د یوې روغې جوړي عامل کیدای شي.

د یوناما وياندي ډاکټري نیلاب مبارز د يکشنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل چې که طالبان له دوی څخه له افغان دولت سره د خبرو په برخه کې د منځګړیتوب غوښتنه وکړي دوی یې نه مني، لیکن د افغان دولت له لاري د هر راز امکاناتو برابرولو ته تیار دي:

«موږ حاضر یو چې که دولت زموږ څخه وغواړي له مخالفینو سره ورته د خبرو اترو تسهیلات برابروو، نه یوازي دولت، بلکې ټول سیاسي جریانات، موږ د ټولو خواوو د یو ځای کښینستو او د مخامخ خبرو اترو له پاره د زمینې برابرولو ته چمتو یو.»

خو انګیرنه داسي ده چې د سولي د خبرو اترو دمخه د بیلا بیلو اړخونو له خوا د مخکنیو شرطونو ایښوول دغه پروسه زیانمنه کړې ده. د افغانستان د سولي عالی شورا وایي چې د سولي په پروسه کې به د شرطونو ایښوول هیڅ ګټه نه لري او دغه پروسه له ستونزو سره مخامخ کوي:

«خبري اتري به له حکمتیار او طالبانو سره د سپیني پاڼې پر مخ پیل شي، مخکني شرطونه به نه وي پکښي، عنوان به یې سوله وي او د جګړې بندیدل وي او طالبان او نور وسله وال باید حکومت ته را ستانه شي او بي له قید او شرط څخه له افغان حکومت سره خبري پيل کړي.»

د افغانستان د سولي عالی شورا وایي چې د سولي خبري اتري به تر دې نامه لاندي پیلیږي چې سوله د جګړې او ځانمرګو بریدونو بندیدل او ملکي ژوند ته د طالبانو د را ګرځېدو نوم ولري نه دا چې پکښې داسي وړاندیزونه وشي چې د سولي خبري د اوس په څير له ځنډ سره مخامخ کړي.