1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فون در لاین: دا چې ښځه یم په ترکيه کې راسره ناوړه چلند وشو

۱۴۰۰ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

د اروپا کمېسيون مشره وايي دا چې ښځه ده له اردوغان سره په کتنه کې يې درناوی نه دی شوی. هغې ويلی دي چې د خپل موقف په دليل د دې حق لري چې د خپل شان او حرمت څخه دفاع وکړي، خو په ميلیونو ښځې هره ورځ له دغه حق څخه بې برخې دي.

https://p.dw.com/p/3scMo
Türkei Ankara | Eklat um Sitzordnung | von der Leyern, Michel, Erdogan
انځور: European Council/dpa/picture alliance

د اروپايي ټولني کمېسيون مشره فون دير لاين، د حمل مياشتې په سر کې د اروپايي شورا له مشر، شارل میشل سره ترکيه ته سفر وکړ. ميشل چې یو تشریفاتي مقام لري د ترکيې له ولسمشر سره د ليدنې پر مهال له اردوغان سره په نژدې په يو ډول څوکۍ کيناست، خو ميرمن فون دير لاين، د اروپايي اتحاديې تر ټولو د لوړ اجرائيي مقام درلودونکې اړ شوه چې هاخوا پر يوه کوچ باندې کښینې.

هغې د دغې ديپلوماتيکې رسوايۍ څخه چې په «سوفا ګيت» مشهوره شوې، درې اوونۍ وروسته په دې اړه د اروپا په پارلمان کې د يوې وينا پر مهال په استانبول کې د خپل غیرمحترمانه چلن څخه یادونه وکړه.

فون دير لاين وويل دا چې يوه ښځه ده نو څرنګه يې چې شان، موقف او مقام ایجابوي هغسې چلن ورسره و نه شو.

هغې زیاته کړه چې د يوې ښځې په حيث د هغې شان او حرمت ته توهین شوی او هغې داسې احساس کاوه چې يوازې ده.

د فون ديرلاین په خبره لا تر اوسه ډيره اوږده لار په مخ کې پرته ده تر څو له ښځو سره هم د نارينه و په څير چلن وشي. هغې ځان په داسې يو موقف کې وښود چې کولای شي له خپل ځان څخه دفاع وکړي، «خو د ميلیونونو ښځو حرمت هره ورځ زیانمنږي او توهین آميزه چلن ورسره کيږي، خو هغوی بیا له دا ډول امتیاز څخه برخمنې نه دي. هغه څه چې له ماسره وشول له دې نه په زرونو نور ناوړه موارد پيښيږي خو څوک ورڅخه نه خبريږي.»

فون ديرلاین د استانبول کنوانسيون د ښځو د ملاتړ په برخه کې يو مهم اهرم وګاڼه خو په وروستيو کې له دغه کنوانسيون څخه د ترکيې وتل يې ناوړه اقدام وښود.

هغې په دې اړه د یو شمير نورو اروپايي هیوادونو دريځ چې تر اوسه يې دغه تړون په خپلو پارلمانونو کې نه دی تصويب کړی او يا غواړي ورڅخه ووځي هم د نه منلو وړ وباله. د هغې اشاره د هنګري، چک جمهوريت، پولند او سلواکيا په څير هیوادونو ته وه.

د استانبول کنوانسيون په ۲۰۱۱م کال کې د ۴۸ اروپايي هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له خوا په استانبول کې تصويب شو. دغه کنوانسیون په نړيواله سطحه لومړنی تدوين شوی الزامي قانون دی چې په يو جامع او قانوني چوکاټ کې له ښځو سره د تاوتريخوالو پر وړاندې د مبارزه له پاره ایجاد شوی دي.

خو ترکيه په وروستيو کې له دغه تړون څخه ووتله. د اروپا ځيني سیاسي اړخونه هغه ناوړه چلن چې په ترکيه کې له میرمن فون ديرلاین سره شوی، په هغې کې د اروپايي شورا مشر، شارل ميشل چې د میرمن دير لاین سره په دغه سفر کې ملګری وو، هم شریک بولي.

ويل کیږي چې هغه «باید هلته د اروپا د کمېسيون د مشرې سره د ترکيې د چارواکو له چلن څخه اعتراض کړی وای.»

خو ميشل ويلی دي چې اعتراض کول به هغه مذاکرات چې له مياشتو میاشتو راهیسې يې بند وبس شوی وو له لاسه وښکلي وی.

میرمن اورزولا فون دير لاین يوه آلمانۍ سیاستواله ده. نوموړې تر دې وړاندې د آلمان د دفاع وزيره وه چې د دغې دندې پر مهال يې افغانستان ته هم سفر کړی دی.

دویچه وله فارسي/م.ک.ص./ن.ز.