1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فنلنډ هم افغان مهاجرو ته شرایط سخت کړي دي

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

فنلنډ د افغانستان، عراق او سوماليا هیوادونو څخه ورتلونکو مهاجرو پر وړاندي د منل کیدو قوانین سخت کړي دي. فنلنډي چارواکي اوس دغه هیوادونه د امنو هیوادونو په کتار کې شمېري.

https://p.dw.com/p/1IpbD
په فنلنډ کي مهاجر
انځور: Reuters/T. Forsell

د اروپایې اتحادیې غړي هیواد فنلنډ د کډوالو چارو مسئولینو د سه شنبې په ورځ(د می میاشتې۱۷) یوه اعلامیه خبره کړه. په دغه اعلامیه کې ویل شوي دي چې په سویلي آسیایې هیواد افغانستان، منځني ختیځ هیواد عراق او افریقایې هیواد سومالیا کې پر روانو وسله والو نښتو سربیره په دغو هیوادونو کې امنیتي وضعیت تر یوې اندازې بهتره شوې دی.

د دغو هیوادونو څخه راغلو مهاجرو له پاره اوس د خپل هیواد یو شمیر سیمو ته بیرته ستنیدل محفوظ او بې خطره دی. د مهاجرت په برخه کې فعاله ادارو تر اوسه پورې په دې هکله غبرگون نه دی ښودلې.

د فنلنډ هیواد د مهاجرو ادارې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې :«د دغې پریکړې په رڼا کې د افغانستان، عراق او سوماليا هیوادونو څخه د سیاسي پناه ترلاسه کولو په موخه راغلو مهاجرو له پاره په فنلنډ کې د پاتېدو اجازې ترلاسه کول به لا زیات ستونزمن وي.»

زیاته شوې هغه مهاجر چې په فنلنډ کې د سیاسي پناه په لټه کې دي، د دغو درو واړو هیوادونو ټولو سیمو ته تللې شي. چارواکو زیاته کړی ده: په هغه صورت کې به د دغو هیوادونو مهاجرو ته د اقامت اجازه ورکړل شي، چې یو مهاجر دا په اثبات ورسولای شي چې په خپل هیواد کې په خپله د ده ژوند په مستقیم ډول په خطر کي دی.

نږدې تر دوو لسیزو جنگ او جگړو وروسته په سومالیا کې امنیتي وضعه مخ پر ښه کیدو دی. خو د موگادیشو حکومت اوس هم د ترهگري ډلې الشباب پر وړاندي په مبارزې کي دی. دغه وسله واله ډله اوس هم د سومالیا په مختلفو برخو کې او په ځانگړي توگه پلازمېنه موگادیشو کې بریدونه کوي.

په عین وخت کې په منځني ختیځ کې داعش ترهگره ډله د عراق ځيني ښارونه او پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندی لري. په ډیرو جبهو کې پر ناکامۍ سربیره د دغي ډلې جنگیالي د بغداد حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې ملکي خلک په نښه کوي. په تیره یوه اوونۍ کې د دا ډول بریدونو په ترڅ کې تر ۱۰۰ ډیر خلک وژل شوي دي.

همدارنگه که افغانستان ته نظر واچول شي هلته هم طالبانو تیره میاشت خپل پسرلنې خونړي عملیات پیل کړي دي.

په فنلنډ کې ښي اړخې ته مائل مخلوط حکومت، چې په هغه کې د «فنز پارټي» هم شامله ده، تیر کال د په زرونه مهاجرو تر ورتگ وروسته خپل د مهاجرو سیاست سخت کړی دی. هغه ډلې چې ځان په اصطلاح «وطن دوسته» بولي د احتجاج په توگه سړکونو ته راوزي. د دوی په خبره دا کار دوی د فنلنډ د اصلي اوسیدونکو د خونديتوب په خاطر کوي.

تیر کال په فنلنډ کې نږدې ۳۲۵۰۰ کسانو د سیاسي پناه غوښتنلیکونه وړاندي کړي دي. په داسې حال کې چې دغه شمیر په ۲۰۱۴م کال کې یوازي ۳۶۰۰ وو. په دوی کې ډیري مهاجر د افغانستان، عراق او سوماليا هیوادونو څخه ورغلي مهاجر دي.