له مراکشه اسپانيا پر لور د مهاجرتونو نوې لاره
۱۳۹۷ تیر ۱۶, شنبهد «فرونتکس» يا د اروپايي اتحاديې د بهرنيو سرحدونو د آژانس مشر فابريک ليګري د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د جون په مياشت کې شاوخوا ۶۰۰۰ مهاجر اروپايي اتحاديې ته دننه شوي دي. د ليګري په وينا دغه کسان د مراکش او اسپانيې تر منځ د لويديځې مديترانې له لارې اروپايي اتحاديې ته داخل شوي دي.
ليګري چې د آلمانۍ اوونيزې خپرونۍ «دي ويلت ام زونتاګ» سره خبرې کولې، خبرداری ورکړ چې کيدای شي دغه لاره اروپا ته د مهاجرتونو پر يو نوي مهم مسير بدل شي، آن د هغو کسانو له پاره چې د مرکزي مديترانې څخه د ايتاليا پر لور او يا هم له ترکيې څخه د ختيځې مديترانې له لارې بالکان ته مهاجرتونه کوي.
تر ټولو لويه انديښنه
هغه وويل: «که تاسو له ما پوښتنه وکړئ چې تر ټولو لويه انديښنه مو څه ده، زه به ووايم چې اسپانيا.»
که څه هم د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت بحران په پرتله، اوس اروپايي اتحادیه کې د تازه مهاجرو شمير لږ شوی دی، خو دې سره سره اوس هم هره مياشت په زرونو مهاجر دغې اتحاديې ته ځانونه رسوي. له همدې امله د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو تر منځ د مهاجرت پر مسئلې شته اختلافات، پر سياسي سرخوږي اوښتې ده.
په ۲۰۱۴م کال کله چې د سوريې جګړه څلورم کال ته ورسيده او د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې د دغه هيواد په شمال کې پرمختګونه وکړل، له سوريې څخه د تيښتو او مهاجرتونو لړۍ زور واخيست. دې سره جوخت په يو وخت کې د افغانستان، عراق، اريتريا، سوماليا، نيجر او کوسوو په څير هيوادونو کې هم د تاوتريخوالو او فقر له امله خلکو مهاجرتونه پيل کړل. د ۲۰۱۵ کال د اروپا د مهاجرت بحران پر وخت په سلونو زره مهاجر اورپا ته ورسيدل.
د سرحدي ساتونکو زياتول
د اروپايي کميسيون مشر ژان کلود يونکر د جمعې په ورځ وويل چې د بروکسل پر اساس غړي هيوادونه به د اروپايي اتحاديې د بهرنيو سرحدونو د امنيت په موخه، په سپتمبر مياشت کې يو پلان وړاندې کړي.
هغه وويل د کميسيون لخوا د وړاندې کړل شوو وړانديزونو له ډلې څخه به يو يې د سرحدونو د لا خوندي کولو په موخه له ۲۰۲۰م کال څخه د ۱۰ زره ځواکونو ګمارل وي.
يونکر په دې اړه د اتريش پلازمينې ويانا کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل: «موږ په لومړي سر کې په ۲۰۲۷ کال کې د ۱۰ زره سرحدي ساتونکي د ګمارنې پروګرام لرو. موږ په حاضر وخت کې د دغه پروګرام د مخته وړولو په حال کې يو».
مهاجرت او د غړو هيوادونو ژمنې
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو سرحدونو د لا کلکولو مسئله په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې د تيرې مياشتې په سرمشريزه کې يوه تر ټولو مهمه موضوع وه. په دغې سرمشريزه کې د اروپايي اتحاديې مشران ژمن شول چې د فرونتکس آژانس د کشتيو او کاري پرسونل به تقويه کوي او دغه راز د ساتونکو شمیر به يې تر ۲۰۲۰م کاله پورې له ۶۰۰ تنو څخه ۱۰۰۰و ته پورته کړي.
دوی دغه راز پر غړو هيوادونو د مهاجرو د ويش پر مسئله، په اتحاديه کې مهاجرو له پاره د امن مرکزونو پر جوړولو او له اتحاديې څخه بهر مهاجرو له پاره د تجمع مرکزونو پر جوړيدوهم هوکړې ته ورسيدل.
د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل تيره اوونۍ خپلو اتحادي ملګرو ته په يو استول شوي ليک کې ويلي دي چې غواړي د اروپايي اتحاديې د بهرنيو سرحدونو د لا ټينګښت په موخه بلغاريا ته آلماني پوليس واستوي. مرکل همدا ډول ټينګار کړی دی چې فرونتکس آژانس دې له مقدونيې او البانيا سره د يونان ګډې پولې هم تقويه کړي.
زموږ له آرشيف څخه: