1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسوي پولیسو یو تن شکمن ترهگر وواژه

۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبه

فرانسوي پولیسو د دې هیواد په ستراسبورګ ښار کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې یو شکمن وګړی وژلی دﺉ. دغه عملیات په پاریس کې پر یوه دکان باندې د بمي برید د څیړلو د بهیر یوه برخه وه.

https://p.dw.com/p/16Ld7
انځور: picture-alliance/ dpa

دغه شکمن وګړي د شنبې په ورځ سهار هغه وخت پر فرانسوي پولیسو باندې ډزې وکړې چې پولیس د دې وګړي د نیولو له پاره د هغه کور ته ورغلي ول. د شکمن وګړي کور د ستراسبوګ ښار د یوه اپارتمان په څلورم منزل کې وو.

کله چې شکمن وګړي پر پولیسو باندې ډزې وکړې نو پولیسو په ځوابي ډزو لاس پورې کړ چې په ترڅ کې ئې شکمن وگړی سخت ټپي شو او بیا ووژل شو. د فرانسې اینفو نومې راډیو د دې ښار د چارواکو په حواله ویلي دي: «په ستراسبورگ کې د ترهگرۍ پر ضد عملیاتو په ترڅ کې... پولیسو او شکمن وگړي پر یو بل باندې ډزې وکړې. شکمن کس وژل شوی دئ.»

د سیمې د پولیسو یوه چارواکي نورتبیرت جیورجل، ویلي دي چې په پېښه کې یو تن پولیس په سطحي ډول ټپي شوی دئ. دغه عملیات د فرانسې په ځینو ښارونو کې د ترهگرۍ پر ضد عملیاتو یوه برخه وه. پولیسو د شنبې په ورځ په پاریس، کانیس او نیس ښارونو کې هم د ترهگرو د لټولو له پاره عملیات وکړل.

د شنبې د ورځې عملیات د روان کال د سپتمبر د میاشتې په ۱۹مه نیټه پاریس ته نزدې پر یوه دکان باندې بمي برید پورې تړلي ول. په دغه پېښه کې دوه کسانو دې دوکان ته یو بم اچولی وو چې په پایله کې ئې یو وگړی ټپي شوی وو.

مسعود جهش (د المان خبري آژانس، د فرانسې خبري آژانس، رویترز)
کتونکی: سید ریاض