1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسوا اولاند د فرانسې نوی ولسمشر سو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

د فرانسې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کي د سوسیاليستانو د گوند نوماند، فرانسوا اولاند، له سارکوزي څخه د ولسمشر ټاکني وگټلې. سرکوزي اولاند ته مبارکي ويلې ده.

https://p.dw.com/p/14qz6
انځور: dapd

د یکشنبې په ورځ د ټاکنو په دوهم پړاو کي د اپوزیسيون نوماند اولاند ۵۱،۷ سلنه رایې تر لاسه کړي دي، په داسي حال کې چې نیکولا سارکوزي بیا ۴۸،۳ سلنه رايي گټلي دي. د ۲۰۰۸م کال راهیسې د نړیوال اقتصادي کړکیچ تر رامنځ ته کیدو وروسته سرکوزي یولسم اروپایي مشر دئ چي خپله چوکۍ له لاسه ورکوي.

د اولاند په زرگونو پلویان د یکشنبې په ماښام د پاریس د Paris's Place de la Bastille نامه د ماڼۍ مخ ته راغونډ شول چې د اولاند بریا ولمانځي.

۵۷ کلن فرانسوا اولاند د ولسمشرې په ټاکنو کې تر بریا وروسته په خپله لومړنې وینا کې وویل چې دې به په خپلو پالیسیو کې د ځوانۍ طبقې گټې په پام کې ونیسي. هغه دا خبره هم وکړه چې د ده حکومت به د هیواد اقتصادي حالت د سمولو له پاره ځانگړي گامونه پورته کړي او د هیواد د ټولو خلکو سره به یو شان چلند کیږي.

د ولسمشرې د ټاکنو په کمپاین کې د اولاند دا وعده چې هغه به ۶۰ زره نوي استادان په دندو وگماري د سرکوزي له سختې نیوکې سره مخ شوې وه. د سارکوزي په وینا د هیواد اقتصاد دومره ښه نه دئ چې دومره کسان دې په دندو وگمارل شي.

سارکوزي خپله ماتې منلې ده

د رایې ورکولو د بهیر له دریدو ۳۰ دقیقې وروسته سارکوزي خپله ماتې ومنله او ویویل چې هغه د تلیفون په کرښه له اولاند سره خبرې کړي دي او هغه ته ئې د نیکو هیلو غوښتنه کړې ده. سارکوزي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دی د دغه ماتې ټوله ذمه پر خپله غاړه اخلي.

د اولاند د بریا هرکلی

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما هم په هغو نړیوالو مشرانو کې شامل وو چې د فرانسې نوي ولسمشر ته ئې د مبارکې پیغام ووایه. د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې بارک اوباما له اولاند سره د تلیفون په کرښه خبرې کړي دي او ویلي دي چې هغه (بارک اوباما) غواړي چې له اولاند او د هغه له دولت سره د گډو اقتصادي او امنیتي گواښونو پر وړاندې په شریکه کار وکړي. بارک اوباما نوي ټاکل شوي ولسمشر ته په روانه میاشت کې متحده ایالاتو ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

د المان صدراعظمې انگلا میرکل له نوي منتخب شوي ولسمشر سره د تلیفون په کرښه خبرې کړي دي. میرکل هم اولاند ته ژر تر ژره د برلین د ورتگ بلنه ورکړې ده.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل