1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه افغانستان څخه د وتلو نوي ستراتیژۍ جوړوي

۱۳۹۰ تیر ۲۴, جمعه

فرانسه افغانستان ته خپل لوړپوړی پوځی جنرال لیږي تر څو داسی یوه ستراتیژي وڅیړي چی د افغانستان څخه د پوځونو د راویستو په وخت یی ځواکونه د خطر سره مخامخ نه شي.

https://p.dw.com/p/11vqJ
سرکوزي په افغانستان کی د فرانسوی سرتیرو سره
سرکوزي په افغانستان کی د فرانسوی سرتیرو سرهانځور: AP

دا په داسی حال کی ده چي یوه ورځ وړاندي په یوه ځانمرګي برید کي پنځه فرانسوي سرتیري ووژل شول. دا د ۲۰۰۸ کال راهیسي په یوځاي د دومره فرانسوي سرتیرو د وژل کیدو لمړۍ پیښه ده.

د فرانسي ولسمشر، نکولا سرکوزي، د پنجشنبی په ورځ د لوړ پوړو وزیرانو او د پوځي ځواکونو یوه عاجله غونډه رابللي وه ترڅو د چهارشنبی په ورځ په تګاب کی د پنځه فرانسوي سرتیرو تر وژل کیدو وروسته د امنیت په باره کي په نوو لارو چارو غور وکړي.

تر غونډي وروسته سرکوزي وویل چي په افغانستان کي حالات بدلیږي نو د دي لپاره په کار ده چي د امنیتي تدابیرو لپاره نوي ګامونه پورته کړای شي.

د جولاي د میاشتي د ۱۴ نیټي د پوځی پریډ څخه وروسته سرکوزي ويلي:

« تر ټولو پیچلي دوره د انتقال بهیر او د پوځونو د وتلو مرحله ده. مونږه افغانان یواځي نه پریږدو. مونږ په افغانستان کي د پوځي مرستو څخه اقتصادي او تعلیمي مرستو ته ستنیږو.»

د فرانسي ولسمشر د سي شنبي په ورځ افغانستان ته په یو لنډ سفر تللی وو. چیري چی هغه په سروبي کي میشت فرانسوي ځواکونو څخه لیدنه کړي وه او د ۲۰۱۲ کال تر پایه یی د افغانستان څخه د ۱۰۰۰ سرتیرو د راویستو اعلان کړي وو. سرکوزی همدا راز ویلي وه چي تر ۲۰۱۴ کال پوري به له افغانستان څخه ټول فرانسوي سرتیری وباسي.

د فرانسي د دفاع وزير ،ژیرار لونګي، په یوه مطبوعاتي غونډي کي ویلي چي کیداي شی طالب اورپکی د افغانستان څخه د پوځونو د راویستو په دوري کي په خپلو بریدونو کي ډیروالي راولي. هغه ویلي:

«د امنیت نوي ستراتیژي دي خبري ته په کتو سره جوړیږي چي د پوځونو د راویستو په دي خاص وخت کي زمونږ دشمن ګوري چی مونږ څه کوو او په هماغی کچه بیا هغوي خپله پوځی ستراتیژي پر مخ بیایی.»

په پام کي ده چي د فرانسي لوي درستیز به په نږدي وخت کي د افغانستان په لور وخوځیږي تر څو د افغانستان څخه د پوځونو د راویستلو لپاره د نوي ستراتیژی په سر خبري وکړي.

په افغانستان کی د تاوتریخوالی په پیښو کي د تیرو کلونو په نسبت ډیروالي راغلي. د ۲۰۰۱ کال څخه پر دغه جګړي یوه لسیزه تیریږي چی شاوخوا ۲۵۰۰ بهرني سرتیري په کي وژل شوي.

د افغانستان څخه د پوځونو راویستل د سرکوزي د سیاسی راتلونکي لپاره هم مهم ګڼل کیږي. په فرانسي کي به د ولسمشرۍ ټاکني په ۲۰۱۲ کال کي تر سره شي او اټکل کیږي چی سرکوزي به د اپوزیسیون سره پدغه ټاکنو کي سخته سیالي ولري.

دا په داسي حال کي ده چي ځیني څیړونکي وایي چي د افغانستان څخه په بیړه د پوځونو راویستلو سره کیداي شي سرکوزي د عامه خلکو ملاتړ خپل کړي.

اژانسونه/ سید ریاض

کتونکي: عبد الباري حکیم