1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فارغ سوي محصلين د بېکارۍ له ستونزو سر ټکوي

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ مهر ۴, پنجشنبه

په افغانستان کي هغه ځوانان چي له پوهنتونونو څخه فارغ سوي دي او بېکاره دي د ځواني کاري قوې په برخه کي د دولت پر سياست باندي نيوکي کوي. د اداري اصلاحاتو کمېسيون دا مني چي د استخدام رقابتي پروسه بريالی نه وه.

https://p.dw.com/p/19oqB
انځور: DW

يوه تن محصيل چي خپل نوم جمشېد ښيي او يو کال دمخه له پوهنتون څخه فارغ سوی دی وايي چي و بېلابېلو دولتي او غير دولتي ادارو ته يې د کارموندلو له پاره مراجعه کړې ده خو بريالی سوی نه دی.

هغه وايي: «ما څو وراي د دندې د پيدا کولو په موخه دولتي او غير دولتي ادارو ته مراجعه کړې ده خو پر ضوابطو باندي د اړيکو حاکميت د دې سبب سو چي وظيفه اشغال نه کړم.»

د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخي په ۳۱ دولتي پوهنتونونو او ۷۰ عالي مسسو کي اوس نزدې ۲۵۰ زره تنه محصلین دزده کړي کوي. هر کال په زرونو ځوانان له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه فارغيږي خو په دولتي او غير دولتي نهادونو کي د هغوی د جذب زمينه ډيره محدوده ده.

جمشید وايي دی د دې شاهد دی چي يو شمېر ځوانانو لوړي زده کړي پرې ايښي دي او په بازار کي په سپکو کارونو باندي چي لږ پيسي پيدا کوي مصروف سوي دي: «اوس ډيری ځوانان له فاکولتو څخه تاجيل اخلي او يا فاکولته پريږدي او کسب ته رجوع کوي. هغوی په دې پوهيږي چي د عملي کار ساحه ډيره کوچنۍ سوې ده.»

د سر درد جوړونکي شرايط

په دولتي ادارو کي د استخدام يو شرط، درې کلنه کاري تجربه ده خو هغه ځوانان چي نوي فارغ سوي وي دغه شان تجربه نه لري.

تواب يو له هغو ځوانانو څخه دی چي په کار پسې سرگردانه دی. هغه وايي: «د کار په بازار کي د ځوانانو يوه ستونزه د درې کلني کاري تجربې نه لرل ده. هغه ځوان چي نوی فارغ سي هغه نو درې کلنه کاري تجربه له کومه کړي تر څو په دنده وگومارل سي؟»

دا په داسي حال کي ده چي افغان حکومت هر وخت د ځوان کادري ځواک د کمښت شکايت کوي. د دولت ډيری پخواني مامورين د کار له نوي بڼي او کمپيوتر سره اشنايي نه لري چي دغه ستونزه په ادارو کي د کار د څنډ سبب هم سوې ده.

تواب وايي يو بل دليل چي ځوانان نسي کولای په ادارو کي ځان ته کار پيدا کړي هغه تبعيض دی: «ځوانان چي نن له پوهنتونونو څخه فارغيږي له پرمختللي تکنالوژۍ، کمپيوتر، انترنيت او پرديو ژبو سره اشنايي لري خو کله چي دغه ځوانان په کار پيل وکړي، زموږ هغه کسان چي په ادارو کي له ډيره وخت راهيسي کار کوي ځوانانو ته د کار ساحه داسي تنگه کړي چي هغه مجبوره سي استعفا ورکړي او په کور کي کښېني.»

دا په داسي حال کي چي د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسيون وايي چي د رقباتي استخدام پروسه په درست شکل سره پر مخ نه ځي. د دغي پروسې په مخ کي محلي چارواکي او بانفوذه خلک اصلي خنډ ياد سوي دي.

د دغه کمېسيون چارواکي وايي چي په نا امنو ولسواليو کي په زرونو دولتي چوکۍ خالي دي او څوک نه حاضريږي چي دغو سيمو ته د کار کولو له پاره ولاړ سي.