ځانمرگی برید کوونکی تر برید مخکې ونیول شو
۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعهد غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي، د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دې ولایت د امنیت کارکوونکو د دغه وگړي په اړه مخکیني معلومات لرل او هغه ئې خپل هدف ته تر رسیدو مخکې ونیوه.
د احمدي په خبره د غزني د اندړ د ولسوالۍ د پاڅون عمومي مشر فیضان الله فیضان، د ځانمرگي برید کوونکي د ډزو له کبله ټپي شوی دئ.
په همدې حال کې د غزني ولایت د ملي امنیت رئیس سید امیر شاه سادات، وویل چې دوه تنه نور وگړي چې د غزني اوسیدونکي دي او له ځانمرگي برید کوونکي سره ئې مرسته کوله هم د هغوی له خوا نیول شوي دي.
د سادات په خبره نیول شوی ځانمرگی برید کوونکی د پیښور اوسیدونکی دئ او د ننگرهار ولایت له لارې ئې خپل ځان غزني ته رسولی دئ.
د غزني ولایت د پاڅون کوونکو ادارې ویلي دي چې دغه وگړي غوښتل چې پر دې ادارې باندې برید وکړي خو د هغوی په خبره خپل هدف ته تر رسیدو مخکې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
له بلې خوا د غزني ولایت د امنیت امر محمد حسین، د افغان او بهرنیو ځواکونو په گډو عملیاتو کې د قره باغ په ولسوالۍ کې د اتو تنو طالبانو او اندړ په ولسوالۍ کې د دوو تنو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړی دئ. د هغه په خبره وژل شوي کسان د ملا ذاکر په ډله کې شامل ول.
هغه همداراز ویلي دي چې افغان ځواکونو اوس د اجرستان په ولسوالۍ کې په مستقل ډول پوځي عملیات پیل کړي دي چې د هغه په خبره په ترڅ کې ئې څلور تنه طالبان او يو شمیر مهمات نیول شوي دي.
د غزني ولایت چارواکي وايي چې په وروستیو کې ئې طالبان ځپلي دي او له بهرنیو څخه په بشپړه توگه د دې ولایت د امنیتي مسئولیتونو تسلیمدو ته چمتو دي.
دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض