په تاریخې سیمو کې د تیلو ټانکونه جوړ شوي دي
۱۳۹۱ تیر ۱۶, جمعهپه وروستیو وختونو کې د کندهارـ کابل د سړک پر سر د تیلو د لسو ټانکونو د جوړیدو چارې پیل شوي دي. په دې ترڅ کې په پام کې ده چې د تیلوه دوه ټانکونه د غزني ولایت د تاریخي منارونو په سیمه کې جوړ شي.
د غزني د ولایتي شورا استازي وايي چې د دغه ولایت ښاروالۍ هغه سیمه چې تر دې پخوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د تاریخي سیمې په توګه پیژندل شوې وه، د تیلو د ټانکونو جوړولو ته ځانګړې کړې ده.
د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع، د دغه ولایت ښاروالۍ د رشوت په توگه د لسګونو زرو ډالرو د اخیستلو په تور، تورنه کړې ده. هغه وویل: «د تیلو ټول هغه ټانکونه چې پر دې سړک جوړیږي، په عامه او ان تاریخي سیمو کې دي. ښاروال د دغو ټانکونو د جوړولو امر ورکړی دﺉ او یو ډول جرم ئې تر سره کړی دئ.»
په همدې حال کې د غزني ولایت یو شمیر اوسیدونکو هم د دې ولایت ښاروالۍ ته شکایت کړی دئ چې د هغوی ځمکه د تیلو ټانکونو ته پلورل شوې ده.
«د تیلو ټانک عاید لوړوي»
د غزني ولایت ښاروال سید بصیر نوري، د رشوت اخیستلو تور ردوي، خو د تیلو ټانکونو ته د عامه ځمکو دسپارلو دفاع کوي. هغه وایي چې د کابل ـ کندهار پر سړک باندې د تیلو د ټانکونو جوړیدل د دولت عواید لوړوي.
ښاغلي نوري وویل چې هغه وخت چې د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست هغه ته خبر ورکړ چې دغه ځای یوه تاریخي سیمه ده، نو هغه سمدستي د دې ټانک د جوړولو کار بند کړ. دا په داسې حال کې ده چې د غزني د ولایتي شورا استازي وایي چې اوس هم په دې خبره ډاډه نه دي چې د دې ټانک د جوړلو کار دې درول شوی وي.
پر دې سربیره د غزنې ولایت چارواکو په تاریخي سیمو کې د پخپل سر ودانیو د جوړیدو په اړه هم اندیښنه څرگنده کړې ده. داسي رپوټونه هم شته چې د غزني ولایت په ځینو تاریخي سیمو کې غیر قانوني کیندنې روانې دي.
غزني په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي سازمان د کنفرانس له خوا د اسلامي تمدن د پلازمینې په توگه ټاکل شوی دئ خو لا تر اوسه پورې هم د دغه ښار د تاریخي اثارو د ساتلو له پاره لازم اقدامونه نه دي شوي.
قدیر وفا/ غزني
کتونکی: مسعود جهش