1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غبرګون: ناولې جګړه او ناولي هدفونه

۱۳۹۰ مرداد ۲۴, دوشنبه

د کابل ورځپاڼي ليکي، چي د پروان د پرونۍ پيښي ډيری قربانيان ولسي وګړي دي. د روژې په سپيڅلي مياشت کي هم چا پرهغوی رحم ونه کړ. داسي ښکاري، چي د حکومت وسلوال مخالفين د خپل ناولي هدف لپاره هرڅه سپیڅلي ګڼي.

https://p.dw.com/p/12GWZ
د افغانستان مطبوعات
د افغانستان مطبوعاتانځور: DW

د پروان ولايت پرونۍ پيښه د کابل چاپ د نن ورځي ډيری ورځپاڼو عمده ټکی جوړوي. ورځپاڼو تر ډيره د پروان د پرونيو بريدونو په باب له بيلا بيلو اړخونو دغې مسلې ته کتلي دي.

د ملي آ رمان په نامه نا حکومتي ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د پروان پر والي عبدالبصيرسالنګي، سوی بريد د هغو با نفوذه جهادي مشرانو د وژنو د لړۍ يوه کړۍ بولي، چي د ليکوال په وينا له څه مودې راهيسي پيل سوي ده .

ملي آرمان ليکي دا دوهم ځل دی چي د پروان والي له مرګوني بريد څخه چې د طالبانو له لوري تر سره سوي دي روغ پاتي کيږي. خو د ورځپاڼي په ليکنه چي دا کار يوازي د طالبانو نسي کيدای، بلکې په دغه زنځيري هدفي ترورونو کي ځيني داسي کړۍ هم لاس لري چې د حکومت په دننه کې فعاليت کوي.

ملي آرمان ليکي په شمال کې د انجينير عمر، جنرال داود داود، عبدالرحمان سيد خيلي او مولانا شاه جهان وژني د داسي يوې برنامې په ترځ کي تر سره سوي، چې لا هم پای ته نده رسيدلي.

په ورته وخت کې له کابل څخه يوې بلي خپريدونکي ورځپاڼي ارادې هم د پروان د بريدونو په اړه يوه مقاله خپره کړي ده .
ورځپاڼه ليکي، کله چې د پروان د والي پر دفتر بريد وسو نو ډيری مرګ ژوبله هغو کسانو ته واوښته چې ولايت ته د خپلو اداري چارو د خلاصولو لپاره ورغلي ول.

اراده ليکي چې د طالبانو او يا هر چا چې دغه بريدونه تر سره کړي وي، ډيري تلفات يي ولسي افغانانو ته اوښتي په داسي حال کې چې هغوی هيڅ راز ګناه نه لري او د خپلو ورځنيو چارو د خلاصولو لپاره يې ولايت ته مراجعه کړې وه.

له کابل څخه يوې بلي خپريدونکي ورځپاڼي انيس بيا په زيږو کرښو د پروان د بريدونوپه باب د ولسمشر کرزي، د ايساف د قوماندانۍ او همدا راز د عالمانو شورا او ولسي جرګي غبرګونونه خپاره کړي دي.

انيس له ولسمشر کرزي څخه په حواله ليکي چې د حکومت د مخالفينو دا بريدونه چې د روژي په مبارکه مياشت کي تر سره سول، له افغانانو سره د هغوی د دښمنۍ يوه روښانه بېلګه ده.

ولسمشر حامد کرزي ويلي چې د وطن قسم خوړي دښمنانو يو ځل بيا زمونږ په لسګونو کورنۍ د وير په ټغر کښينولي او دا کار نه په اسلام، نه په افغانيت او نه هم د دنيا په بل هيڅ قانون کي جواز لري.

او په پاي کې د ماندګار په نامه پر حکومت يوي منتقدي ورځپاڼي بيا د حکومتي ارګانونو ټيټه کاري وړتيا او ناتواني د پروان د والي پر دفتر د پرونيو بريدونو اصلي لامل بولي.

ماندګار ليکي، حکومت تر اوسه هم خپل دوست او دښمن نه دی پيژندلی او دښمن هم کله د دوست او کله د دښمن په جامه کې په خپلو موخو مرګوني بريدونه کوي.

د پروان ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې د والي عبدالبصير سالنګي پر دفتر د پرون ورځي بريد پر مهال د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه وروستي راپورونه کاږي، چي تر اوسه پوري د مړو شميره ۲۲ او د ټپيانو ۳۵ تنو ته لوړه سوي ده.

د پروان د ملکي روغتون رئيس عبدالخليل فرهنګي له قوله راغلي، چي د ډيری ټپيانو روغتيايي حالت نازک دی او ځيني يي د بګرام هوايي ډګر کي د ايتلافي لښکرو روغتون ته ليږدول سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکي: عبدالباري حکيم