«عيسويت ته لېوال مهاجر بايد يو کال انتظار وکړي»
۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبهد تعميد غُسل د يو شمېر نورو اديانو تر څنګ په عيسويت کي و دغه دين ته د اوښتلو مهم قدم بلل کيږي. کله چي يو څوک له بل دين څخه و عيسويت ته واوړي نو د عيسوي کيدو د «رسمي» کېدو هغه وروستی اقدام د تعميد د غُسل اخيستلو وي. دا چي په آلمان کي د عيسويت دوې لويي څانګي کاتوليکي او پروتستانت کليسګانې رسميت او خپل ځان ته دننی نظام او باندنی رسميت لري، نو د تعميد غُسل د يوې کليسا د رسمي جوړښت او واحد سره د غړيتوب او په رسمي توګه د عيسوي کېدو معنی ورکوي.
و آلمان ته په راغلو پناه غوښتونکو کي داسي هم سته چي هغوی يا خو و آلمان ته د رارسېدو څخه تر مخه لا له خپل اولني دين څخه و عيسويت ته اوښتي او يا هم و آلمان ته د رارسېدو وروسته و مسيحيت ته اوړي. د دغو کسانو عيسوي کېدل هغه وخت رسمي بڼه خپلوي کله چي په يوه کليسا کي د کليسا د مؤظفو او رسمي کسانو له خوا د تعميد غُسل ورکول سي.
په ويانا کي د کاتوليکي کليسا حقوقپوه لودګر ميولر و اوښتو پناه غوښتونکو ته د تعميد د غُسل په ورکولو کي له عجلې څخه خبرداری ورکړی دی. دغه حقوقپوه ويلي دي چي د تعميد په غُسل کي عجله د دې سبب ګرځېدلای سي چي د «لباسي اوښتون» شکونه زيات سي. د هغه په وينا که په دغه کار کي عجله وسي نو ښايي هغه شکونه زیات سي چي له مخي يې بعضي پناه غوښتونکي د اقامې او پناه تر لاسه کولو له پاره په لباسي او درواغه توګه عيسويت ته اوړي. لودګر ميولر دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۱۷مه نېټه ) په برلين کي د کليساؤ په يو سيمنار کي وکړې.
لودګر ميولر د وينا پر وخت د کليساؤ پر واحدونو ږغ وکړ چي د تعميد د غُسل ورکولو پر وخت باید نظم، قواعد او اصول له پامه ونه غورځوي. د هغه په وينا د بېلګي په توګه د اُتريش هيواد د کاتولیکي کليسا د اُسقفانو په کانفرانس کي دا پرېکړه سوې، چي د دې څخه تر مخه چي يو چا ته د تعميد غُسل ورکول سي، بايد هغه تر يو کال پوري دغه عمل ته د چمتو والي وخت ولري.
خو ميولر پر دې هم ټينګار وکړ چي دا به يو ډېر مشکل کار وي که څوک له حقيقي عقېدې له کبله د اوښتون د معلومولو له پاره اندازې مقررول وغواړي. هغه وويل چي هغه پناه غوښتونکي چي و عيسويت ته اوښتل غواړي بايد «تر يوې مودې د اثبات» موقع ولري.