عمرفدايي: په شمالي وزيرستان کي 400 نور ځانمرگي روزل سوي دي
۱۳۹۰ فروردین ۲۰, شنبهد يکشنبې په ورځ د پاکستان په ډېره غازي خان کي په يوه زيارت کي غبرگ ځانمرگي بريدونه تر سره سول. د سخي سرور نومي مزار په دغه پېښه کي يو ځوان هلک چي پر ځان يې چاودېدونکي مواد تړلي ول ژوندی ونيول سو. دغه هلک چي و امنيتي چارواکو ته يې ځان عمر فدايي معرفي کړی دی د څوارلسو کالو دی.
د دې څخه تر مخه چي عمر ځان والوزوي هغه بې هوښه سوی ؤ او وروسته د پوليسو په ډزو يې بازو د کاره لوېدلی ؤ. پدې توگه هغه ونه توانېدی چي خپل د باروتو قمربند وچاودي. امنيتي چارواکو وروسته د دغه ځوان څخه باروتي قمربند ليري او ناکاره کړی ؤ.
د پاکستان د جيو او دنيا نومي تلويزوني کانالونو سره د مرکې پر وخت دغه هلک ويلي دي دي چي د ډېره غازي خان په پېښه کي د سيمي درې کسان هم ورسره مله ول. د جمعې په ورځ پاکستاني چارواکو دغه ځوان و رسنيو ته وړاندي کړی. په خپلو خبرو کي عمر وويل چي دی د شمالي وزيرستان د ميرعلي څخه د مارچ په 27 نېټه د خپلو ملگرو سره يو ځای د پنجاب پر لور روان سو. هغه وويل چي په بشپړه توگه لس ځانمرگي و پنجاب ته ننوتل.
عمر و رسنيو ته وويل چي په ميرعلي کي دوی د يوه پنجابي ژبي کس سره ملگري سول چي دی يې وروسته ډېره غازي خان ته راوستی. د نوموړي په وينا دوی د ډېره غازي خان په المدينه نومي هوټل کي وساتل سول. هغه وويل چي دوی د هوټل د خونې دننه اوسېدل او يوازي د لمانځه لپاره دباندي راوتل.
عمر وويل چي په لومړي سر کي د ته ويل سوي ول چي دی به د جهاد لپاره افغانستان ته لېږدول کيږي خو وروسته ورته د پاکستان په ډېره غازي خان کي د باروتو جېکټ په واغوستل سو. عمر وويل چي هغه ته ويل سوي ول چي که جاکټ ونه چاودي نو دي دستي بم په خپل لاس کي وچاودي. خو د چاودنې څخه تر مخه يوه امنيتي چارواکي هغه پر لاس وويشتی چي له امله يې د هغه لاس ناکاره کړی. له همدې کبله عمر ونه کړای سوای چي خپل باروتي جاکټ وچاودوي.
عمر وويل چي د ته نه وه معلومه چي دی د مسلمانانو په وړاندي د ځانمرگي بريد لپاره رالېږل سوی ؤ.
عمر ويلي دي چي په ميرعلي کي د او نورو کسانو ته دوه مياشتنۍ روزنه ورکول سوې وه. نوموړي ويل دي چي پدغه سيمه کي د 350 او 400 په مينځ کي ځانمرگي بريد کوونکي روزل سوي دي.
احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: عبدالباري حکيم