عربستان یوه لرغونې سیمه د سیلانیانو پر مخ پرانیږي
د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، په دغه هیواد کی د نوو بدلونونو په ترڅ کی اوس غواړي د "العلا" په نامه یوې لرغوني سیمې دروازې هم د سیلانیانو پر مخ پرانیږي. په دغه ځای کي د "مداین صالح" په نامه تاریخي ودانۍ هم سته.
د "العلا" په نامه لرغونې سیمه، یو وخت د تجارت یوه لویه لار وه. العلا د مدینې ښار شمال لوېديځ ته په ۴۰۰ کیلومترۍ کي پرته تاریخي سیمه ده. په دغه ځای په اصطلاح (د صحرا په منځ کي سرسبزه ځای) کي ډېر تاريخي آثار لکه په دغه انځور کي چي لیدل کیږي، تر سترگو کیږي.
د "مداین صالح" تاریخي ځای چی د العلا په سیمه کي موقیعت لري، په ۲۰۰۸م کال کي د یونسکو په نړیوال میراث کي ثبت سوی دی. څه ناڅه دوه زره کاله مخکي، په دغه ودانۍ کي ۱۱۱ قبرونه د ډبرو په زړه کي کیندل سوي دي.
ډیر پخوا، په دغه سیمه کي د نَبَطیان په نامه یو قوم ژوند کاوه چي خپل تجارت یې پر مخ بیوه. دغه قوم، په زراعت کي د مهارت، د بندونو د پیچلي سیستم او د اوبو د زیرمو او کانالونو د اداره کولو په برخه کي ډیر مشهور وو. دغه قوم ته، د هغې سیمي په زړه کي د مصنوعي سرچینو د رامنځته کوونکو په سترگه کتل کیدل چي نن ورځ تر ډیره ځایه وچه سوې ده.
له نبطیانو څخه ډبرین لیکونه هم پاته سوي دي. ددغه قوم د فرهنگ او ژوند کولو له سبک څخه ډیر معلومات په لاس کي نه سته. گومان کیږي چي نبطیان، د میلاد تر لومړۍ زرني مخکي، له عربستان څخه خپل مهاجرت پیل کړی او وروسته د سره سمندر او بحر المیت تر منځ ځای پر ځای سوي دي. هغوی تر میلاد ۵۵۰ کاله مخکي د پترا په نامه سیمې شاوخوا ته تللي چي په اوسني اُردن کي موقیعت لري. پیترا یو وخت د نبطیانو پلازمینه وه.
د تاریخي سیمې ساتنه
د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، له فرانسې سره، د لرغون پیژندني د اکتشافاتو او همدارنگه د ورانکاریو او له منځه تلو په وړاندي د تاریخي ځایونو د ساتني په هکله یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
له لوړې څخه ننداره
لرغون پیژندونکي د روان کال په مارچ میاشت کي، د سیمي او لرغونو آثارو د پلټني له پاره، یو دوه کلن تحقیقاتي پروگرام پیل کړی دی. په دغو پلټنو کي د سیمي په اړه د لا دقیقو اطلاعاتو د تر لاسه کولو له پاره، له هلیکوپترو، بې پیلوټه الوتکو او سټلایټونو څخه کار اخیستل کیږي.
تر اوسه پوري یوازي لږ هغه مسافر چي سعودي عربستان ته ځي، په دې بریالي سوي دي چي دغه تاریخي ځایونه وگوري. په دغه انځور کي د بریتانيا ولیعهد شاهزاده چارلز لیدل کیږي چي د ۲۰۱۵م کال په فبروري مياشت کي، منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کي یې د العلا له سیمې څخه د لیدو اجازه تر لاسه کړې ده. اوس د عربستان سلطنتي کورنۍ په پام کي لري چي د اول وار له پاره خارجي سیلانیانو ته توریستي ویزې ورکړي.
د روان کال د مارچ مياشتي په پای کي د عربستان چارواکو، د العلا سیمې ته، د خبریالانو د یوې ډلې د ورتگ زمینه برابره کړه. د ریاض دولت په اوس وخت کي یوازي محدود شمیر هیوادونو ته توریستي ویزې ورکوي چي هغه هم له محدودیتونو او ستونزو سره تړلي دي. خو د عربستان ولیعهد د نوموړي وضیعت د بدلون او د لا زیاتو خارجی سیلانیانو له پاره د دروازو د پرانیستلو په لټه کي دی.
عربستان په پام کي لري چی د راتلونکو درو تر پنځو کلونو په ترڅ کي، العلا په یوه توریستي سیمې بدله کړي. په اوس وخت کي په دغه سیمه کي یوازي دوه هوټلونه سته چي په مجموعي ډول پکښي ۱۲۰ تنه مسافر ځاییږي. خو د سعودي عربستان دولت په دې لټه کي دی چي د سیلانیانو له پاره د اوسیدو مناسب ځایونه جوړ کړي.