عبدالواسع: ۴ ميليونه جريبه مځکي غصب سوي
۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سهشنبهددغه وزارت سلاکار عبدالواسع وايي چي: « اوس د دفاع وزارت په دې توانيدلی چي يو تعداد غصب سوي دولتي ځمکي بيرته ترلاسه کړي.»
د هغه په خبره ډيري ځکمي چي په اطرافوکي د زور واکانو په ولکه کي دي د بيارغاونو پروژو په وړاندي يې خنډ پيښ کړي».
د ښاري پراختيا وزارت سلاکار واسع زياتوي په هيواد کي د زورواکانو لخوا د دولتي ځمکو غصب په يوه لويه ستونزي بدل سوی او دغه وزارت داسي برنامه ترلاس لاندي لري چي له مخه به يي د زورواکانو څخه دولتي ځمکي بيرته واخيستل سي.
که د يوې خوا د ښاري پراختيا وزارت چارواکي يوازي ددولتي ځمکو د غصبولو خبره کوي ، له بلي خوا په بلخ ولايت کي ددولتي ځمکو تر ځنګ د خلکو شخصي ځمکي هم د زور واکانو په ولکه کي دي.
ددغه ولايت د مارمل لسوالۍ يوشمير اوسيدونکي وايي ددوی په لس ګونه جريبه کرهڼيزي ځمکي د زورواکانو لخوا ولکه سوي او دوی يې د بيرته خپلولو توان نه لري.
د يادي ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي صوفي نجم الدين په مزارشريف کي دويچه ويله ته وويل
« زموږ د کلي ۱۷۴۴جريبه کرهڼيزه ځمکه د جعلي قبالو په جوړ ولوسره د زورواکانو لخوا غصب سوې او زه د معترضينو په استازيتوب دلته راغلي يم چي عرض داد وکړم. هيله منديم چي زموږ ږغ واوريدل سي.»
د مزار ښاروال محمد يونس مقيم هم په بلخ ولايت کي د دولتي ځمکو غصبول د ښاري ماسټر پلان په وړاندي لوی خنډ بولي « زموږ په پروژو کي ۵۰ په سلوکي شنې ساحې غصب سوي او۵۰ په سلوکي يي تر ګټي اخيستني لاندي دي، موږ مسله جدي نيولي او د مرکز د هدايت وروسته به هرومرو لاس په کارسو.»
که څه هم د ښاري پراختيا وزارت سلاکار په افغانستان کي د ځمکي د غاصبينو له ډلي څځه د چا نوم وانه خيست خو دمره يي په ډاګه کړه، هغه کسان چي ځمکي يې په زور سره ولکه کړي، يوشمير لوړ پوړي دولتي چارواکي او يا هم په لوړ رتبه دولتي مامورينو پوري اړوند کسان دي.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل