عبدالله گل: کردي ياغيان ماتوو
۱۳۸۶ مهر ۳۰, دوشنبهاعلان
ښاغلي گل په يوه بيانيه کې څرگنده کړه چې ترکيه د عراق ځمکنۍ بشپړتيا ته په درنه سترگه گوري، خو د ترکيې حکومت بايد »د خپلو حقونو د خوندي کولو« دپاره هر راز کړنو ته چمتو وي. د ترکيې د دفاع وزير ويسدي گونول دا مهال له پولې ها خوا د ترکي پوځيانو عمليات رد کړل. د يکشنبې په ورځ د ترکي عسکرو او کردي ياغيانو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه 49 تنه وژل شوي وو. ياغيانو د خپلو څرگندونو له مخې گڼ شمېر ترکي سرتېري نيولي هم دي.