1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله د ټاکنو پایله رد کړه او د حکومت جوړولو اعلان یې وکړ

۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې، چې له مخې یې محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه اعلان شو، رد کړې او د یوه «ټول شموله حکومت د جوړولو» اعلان یې وکړ.

https://p.dw.com/p/3XxXe
Abdullah Abdullah in Kabul
انځور: Imago/R. Alizadah

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د ټاکنو د کمیسیون له خوا اعلان شوې پایلې رد کړې او خپل ځان یې د ټاکنو ګټونکی وباله. هغه وویل: «پر همدې اساس، هغه پایله چې یې نن اعلان کړې؛ چې د ټاکنو د غلا کولو، پر ولسواکۍ د کودتا پر اساس؛ د خلکو ارادې او د هغې تمثیل ته خیانت پر اساس وو؛ له اساس، بنیاد او ریشې دغه پایله غیر قانوني بولو.»

د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۳۰۰ زرو شخړیزو رایو په اړه ناسمې او غیر قانوني پریکړې کړي دي.

د عبدالله په خبره د ټاکنو اصلي ګټونکی د هغه ټاکنیزه ډله ده، نو له همدې کبله دی خپله بریا اعلانوي. هغه وویل: «د ثبات او همپالنې تیم د شفافو او بایومتریک شویو رایو پر اساس بریالی دی، او موږ خپله بریا اعلانوو.»

عبدالله همداراز وویل چې دی او ټاکنیزه ډله به یې یو حکومت هم جوړ کړي. هغه د خپلو پلویانو په منځ کې وویل: «تقلب کاران، د افغانستان د تاریخ تور مخي دي. موږ ټول شموله حکومت جوړو. ژوندی دې وي افغانستان.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د عبدالله عبدالله یو شمیر پلویانو چې په کې عبدالرشید دوستم او کریم خلیلي هم شامل دي، ویلي وو چې که په ټاکنو کې د هغوی په خبره شفافیت رامنځ ته نه شي، نو دوی به موازي حکومت اعلان کړي.