د پاکستان د استخباراتي شبکي مشر بدل شو
۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبهد پاکستان استخباراتي اداره د سيمي په پياوړو استخباراتي ادارو کي شمېرل کيږي. د دغي ادارې مشر یوازي د درو کلنو له پاره د لومړي وزير له خوا ټاکل کيږي..
خو د ای اس ای د اوسني مشر تورن جنرال احمد شجاع پاشا، د دندي موده تېر کال په غېري عادي ډول د هغه تر تقاعد پوري غځول سوې وه. نوموړی د مارچ په ۱۸ مه نېټه تقاعد کوي
د پاکستان د لومړي وزير یوسف رضا گېلاني، دفتر د جمعې په ورځ يوه اعلاميه خپره کړه چي پکښي تورن جنرال ظهير الاسلام د ای اس ای نوی مشر ټاکل شوی وو. نوموړی به د پاشا تر تقاعد وروسته د ای اس ای مشري پر غاړه واخلي.
ظهير الاسلام د پاکستان د ستر ښار د قول اردو قومندان دئ. هغه تر ۲۰۱۰ کال پوري د احمد شجاع پاشا د مرستيالۍ دنده هم تر سره کړې ده. ويل کيږي چي الاسلام د پاکستان له لوی درستيز جنرال اشفاق کياني، سره نزدې اړيکي لري او له همدې کبله د ای اس ای د نوي مشر په توگه د هغه ټاکنه د حیرانتیا وړ نه بلل کيږي.
د افغانستان په کړکېچ او د ترهگرۍ پر ضد د جگړي په ترځ کي د ای اس ای رول او ونډه ډېره مهمه بلل کیږي. دا چي د طالبانو او امريکايانو تر منځ د قطر په خبرو کي به د ای اس ای نوی مشر کوم نوښت رامنځ ته کړي او که نه، ښايي وخت ئې څرگنده کړي.
د ای اس ای نوی مشر د هند د ملي اتل شاه نواز خان وراره او په دې توگه د نامتو هندي فلمي ستوري شاه رخ خان خپل دئ.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش