1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: ناټو دي خپلي اډې نه ویجاړوي

۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبه

طالبانو په افغانستان کې د ناټو له خوا د خپلو اډو ویجاړول غندلي دي. ناټو له افغانستان څخه په وتلو سره د دې هیواد په لیرې پرتو سیمو کې خپلې اډې ویجاړوي. افغان حکومت هم له ناټو څخه د دې کار د نه کولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/15gMO
انځور: Getty Images


طالبانو پخپله ویب پاڼه کې په یوه خپره شوې بیانیه کې لیکلي دي چې که څه هم له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو وتل «یو مثبت ګام دئ» خو په دې هیواد کې د هغوی د اډو ویجاړول غیر منطقي دي.

ناټو په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې په سلهاو پوستې، وړوکې او لویې اډې جوړې کړي دي. اوس ناټو له افغان حکومت سره پر دې باندې خبرې اترې کوي چې له دغو اډو څخه د یو شمیر مسئولیت ئې افغانانو ته وسپاري او یو شمیر نورې ئې ویجاړې کړي.

تیره میاشت د واشنگټن پوست ورځپاڼې خبر وکړ چې یوه امریکايي «سیرکو» نومي شرکت د امریکا له پوځ سره د ۵۷ میلیونو ډالرو په ارزښت یو تړون کړی دئ چې په ترڅ کې ئې دغه شرکت په افغانستان کې د ناټو اډې ویجاړوي. دغه شرکت تر دې پخوا په عراق کې د امریکایي ځواکونو د اډو د له منځه وړلو په برخه کې کار کړی دئ.

تر دې پخوا په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قومان جنرال جان الین، ویلي وو: «موږ په افغانستان کې له ۶۰۰ څخه ډیرې پوځي اډې لرلې... د دغو اډو ډیر شمیر به ئې یو ځل بیا خپل پخواني حالت ته واړول شي.»

په همدې حال کې د ناټو یوه ویاند د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې د اډو د تړلو په اړه ټولې پریکړې په یوه کمیسیون کې کیږي چې مشري ئې د افغانستان د مالیې وزارت پر غاړه لري. دغه چارواکي ویلي دي:

«که افغان حکومت و نه غواړي چې د یوې اډې مسئولیت پر غاړه واخلي، نو ناټو دغه اډه خپل لومړني حالت ته اړوي.»

افغان چارواکي بیا وایي چې پوځي اډې تر ویجاړیدو وروسته دوی ته سپارل کيږي. د افغان ولسمشر یو ویاند سیامک هروي، وایي:

«دغه اډې د افغانستان له پاره پوځي شتمنۍ بللې کیږي. د افغانستان د اقتصادي حالت له کبله دغه هیواد نه شي کولای چې د دغو اډو پر جوړولو باندې بیا ډیرې پېسې مصرف کړي.»

د ناټو چارواکي د دغو اډو د ویجاړولو له پاره یو دلیل هم د افغان ځواکونو بې کفایتې بولي. هغوی وایي چې افغان ځواکونه به و نه شي کولای چې په لیرې پرتو سیمو کې د دغو اډو ساتنه وکړي او کیدای شي چې هغه د یاغیانو لاس ته ولویږي.

طالبانو پخپله خپره شوې بیانیه کې ویلي دي: «افغانان د دې اډو د ساتنې حق لري ځکه چې هغه د افغانستان پر خاوره او د افغانانو په نوم د ټولو شوو پیسو په مصرفولو سره جوړې شوې دي.»

د افغانستان د چارو کارپوه کیت کلارک، وایي چې دا ډیر په زړه پورې خبره ده: «طالبان په دې باور دي چې دغه اډې به د هغوی پر ضد و نه کارول شي، دا یا د هغوي ډیر لوړ اعتماد دئ او یا هم د هغوی حماقت دئ.»

هغه زیاتوي چې کله چې د پخواني شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، د هغه وخت د کمونستي حکومت تر راپرځیدو وروسته، له روسانو څخه ټول پاتې شوي تجهیزات او اډې د بیلابیلو وسلوالو ډلو تر منځ وویشل شوې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض