طالبان غواړی، چې د شپې لخوا مابيل ټيليفونونه بند کړي
۱۳۸۶ اسفند ۶, دوشنبهاعلان
« که د ماښام له پنځو بجو څخه د شپې تر دريو بجو پورې سيگنال بند نه شی، نو موږ به موبيل ټيليفونونو پايي له منځه يوسو.» دغه اعلاميه د طالبانو لخوا د هغوی يو وياند ذبيح الله مجاهد نن ويلی ده.
دوی ویلي دی، چې امريکايي نظامي قواوې او ايساف د موبيل ټيليفون له سيگنال څخه په استفادې سره طالبان پيدا کوي او په هغوی باندې حمله کوي.
طالبانو د موبيل ټيليفون کمپنيو ته يو درې ورځنې ضرب الجل ټاکلی دی.