طالبانو له ايراني چارواکو سره خبري تائيد کړې
۱۳۹۲ خرداد ۱۳, دوشنبهد فرانسې خبري آژانس د راپور په حواله د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمد دا خبره تائيد کړې ده، چي د دغي ډلي يوه هيئت په يوه درې ورځني سفر ايران ته رسېدلی دئ.
هغه ويلي دي چي د طالبانو استازو له ايراني چارواکو سره خبري اتري کړي دي. قاري يوسف ويلي دي، چي د ملايانو يوې ډلي په ايران کي په يو جلا کنفرانس کي گډون کړی دئ.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، تر هغه وخته چي د طالبانو د سفر راپور تائيد سوی نه وي دوی ئې په اړه تبصره نسي کولای.
د دغه وزارت ويان جانان موسي زي، د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۲) په کابل کي په يوه خبري کنفرانس کي وويل: «موږ د هغه راپور په اړه چي خپور سوی دئ له ايراني چارواکو سره په خبرو کي يو، ترڅو د دغه راپور درست و نادرست ثابت کړو.»
افغان حکومت د دې ترمخه ويلي ول، چي له وسله والو طالبانو سره د سولي خبري اتري يوازي په قطر هيواد کي د يوه سياسي دفتر په پرانيستلو سره پرمخ وړل کيږي او نور هيوادونه بايد له طالبانو سره په پراگنده توگه خبري و نه کړي.
موسي زي ټينگار وکړ چي ايران د افغانستان په مشرۍ له طالبانو سره د خبرو اترو پروسې ملاتړ کړی دئ. د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چي ايران په تيرو يوولسو کلونو کي له افغانستان سره د دوستۍ اړيکي لرلې.
موسي زي وويل د افغانستان په اړه د ايران رسمي دريځ مثبت دئ: «د افغانستان په اړه د ايران د رهبرانو دايمي رسمي موقف دا وو، چي هغوی په افغانستان کي د سولي طرفداره دي. هغوی ويلي دي، چي په افغانستان کي نړيوال تروريزم چي د دغه هيواد خلک ئې په وينو لړلي دي نه يوازي د افغانستان، بلکي سيمي له پاره گواښ دئ.»
ايران ته د سفر خطرونه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه راز له خپلو هيوادوالو څخه وغوښتل چي ايران ته د سفر کولو له پاره له قانوني لارو څخه استفاده وکړي. دا په داسي حال کي ده چي د ايران سرحدي ځواکونه په ځينو مواردو کي پر هغو افغانانو باندي فيرونه کوي، چي په سرحد کي په غير قانوني توگه تيريږي.
موسي زي وويل: «د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خپلو وطنوالو څخه غواړي، چي د انساني قاچاقبرو په خبرو فريب ونه خوري او يوازي په قانوني اسنادو سره، يعني پاسپورت او ويزې سره له قانوني لارو دغه هيواد ته سفر وکړي.»