طالبانو د سړک جوړولو 36 کارکوونکي وژلي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبهد پکتيا د ولايت د وياند په حواله د دغي پيښي په ترڅ کي مخامخ جګړه شوي چي پنځه ساعته يي دوام کړي. د ولايت وياند زياته کړي چي پيښه د پکتيا په ولايت کي د پاکستان پولي ته څيرمه د شپي په دوه بجو رامنځ ته شوي.
دا په ختيځ ولايت جلال آباد کي پر کابل بانک د طالبانو تر حملي وروسته بله لويه پيښه ده چي په ترڅ کي يي ډير شمير کسان وژل کيږي. پر کابل بانک حمله کي 38 تنه وژل شوي وو.
د پکتيا د والي وياند، روح الله سمون، د دغي پيښي په اړه وويل: «د طالبانو يوه لوي ګروپ په پکتيا کي د سرک جوړلو په يوه شرکت بريد وکړ. د کمپني د ساتونکو او طالبانو تر منځ جګړي پنځه ساعته دوام کړي.»
ښاغلي سمون زياته کړه: «د کمپني 35 تنه کارکوونکي وژل شوي او نور 20 تنه ټپيان دي. همدا راز طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوختي ده.»
د هغه په وينا 8 تنه طالبان هم وژل شوي دي. د پکتيا د والي معاون، عبدالرحمان منګل، ويلي چي په کمپني کي په نښه شوي افغانان دي.
د طالبان وياند، ذبيح الله مجاهد، د دغه پيښي پړه پرغاړه اخيستي او ويلي يي دي چي په پيښه کي 40 تنه وژل شوي او څلور موټرو ته اور ور اچول شوي. خو هغه د طالبانو د مرګ ژوبلي په اړه معلومات ورنه کړل.
طالب اورپکي د افغان دولت پروژي مدام تر حملو لاندي راوړي تر څو د حامد کرزي د دولت حاکميت تر پوښتني لاندي راولي.
اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي/ مسعود جهش