د بدخشان د يوې ولسوالۍ نيول او په کندهار کي ځانمرگی بريد
۱۳۹۴ آبان ۲۸, پنجشنبهد بدخشان ولايت وياند نويد فروتن، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۱۹مه) ويلي دي چي وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر يمگان ولسوالۍ يرغل کړی او نيولې ئې ده.
هغه ويلي دي چي افغان امنيتي ځواکونه اوس هم له طالبانو سره تر ولسوالۍ دباندي مقاومت کوي او د هوايي ځواک د ملاتړ په تمه دي. فروتن پر ديادي ولسوالۍ په يرغل کي د مرگ ژوبلي په اړه څه ويلي نه دي.
په تيرو شپږو مياشتو کي دا دوهم وار دئ چي وسله وال طالبان د بدخشان ولايت يمگان ولسوالي نيسي.
په کندهار کي ځانمرگی بريد
د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضياالرحمن دراني، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د پنجشنبې ورځي په سهار د ارغنداب ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ باندي ځانمرگۍ بريد او وسله وال يرغل سوی دئ.
په دغه يرغل کي چي ۳۰ دقيقې ئې دوام کړی دئ، لومړی پر قوماندانۍ باندي د يوه موټربم په مرسته ځانمرگی بريد سوی او وروسته څلور تنو وسله والو چي د ملي اردو يونيفورم ئې اغوستی وو په قوماندانۍ د ننوتلو هڅه کړې ده.
د دراني په خبره په دغه نیم ساعت جگړه کي څلور وسله وال طالبان او يو عسکر وژل سوی دئ. د ارغنداب ولسوالۍ امنيې قوماندان نياز محمد مجاهد هم تائيد کړې ده چي په دغه بريد کي يو عسکر وژل سوی او څلور نور ټپيان سوي دي.