صديقي: طالبانو ته مو درنه مرگ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۳ اسفند ۱۰, یکشنبه
د ذولفقار په نوم پوځي عمليات له نزدې دوو اونيو راهيسي د هلمند ولايت په سنگين، ناوه او خانشين ولسواليو کي روان دي. دغه عملیات د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پيل سوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي د دلوي مياشتي له ۲۶ نېټې څخه په دغو عملیاتو کي تر اوسه پوري نزدې ۴۰۰ جنگيالي وژل سوي دي. د وزارت په خبره په وژل سوو کسانو کي د طالبانو ۳۶ تنه قوماندانان او مهم غړي هم شامل دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چي په دغو عملياتو کي د ماين جوړولو يوه کارخانه ئې هم له منځه وړې ده.
د دغه وزارت وياند صديق صديقي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ ۲مه) په کابل کي خبريالانو ته وويل: «په دغو عملياتو کي په سونو ماينونه شنډ سوي دي.»
د صديقي په خبره په سنگين ولسوالۍ کي اوس بيرته خلکو عادي ژوند پيل کړی دئ، او هغه دوکانونه چي دمخه تړل سوي ول اوس ټول خلاص دي. هغه وويل چي په دغو عملياتو کي د وسله والو طالبانو ټول هغه ځايونه چي پر افغان امنيتي ځواکونو باندي ئې يرغلونه کول تخريب سوي دي.
د پلان له مخي به دغه عمليات له طالبانو څخه د پاکولو په سبب د هلمند ولايت د موسي کلا، کجکي او نوزاد ولسواليو ته هم وغځول سي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديقي وويل چي د ذولفقار پر عملياتو سربيره په ۱۲ نورو ولايتونو کي هم د وسله والو پرضد عملیات روان دي.
صديقي دغه راز وويل چي په افغانستان کي د داعش جنگياليو فعاليتونه هم څاري په دې لړ کي د فراه، هلمند، روزگان، کندهار او فارياب ولايتونه د دوی تر څارني لاندي دي، څو د داعش جنگياليو د فعاليتونو مخه ونيسي.