شنه معلوماتي تکنالوژی
۱۳۸۷ اسفند ۱۳, سهشنبهپه 2008 کال کې دغه مصرف 10,1 تېرا واټ ساعتونو ته رسېدهء چې د سکرو د څلورو برېښنا کوټونو له توليد سره پرتله کېدای شي چې له مالي اړخه تقريبا 1,1 مليارډه يورو ارزښت لري.
پاتريک پولفرميولر د هوست يوروپ د شرکت مشر دی. دغه شرکت د پنځو زرو کمپيوترو څښتن دی، کوم چې په ثانيه کې 45 گيگا بيت ځواک يعنې د يو څو زرو نوري مزو د چټکتيا وس لري. په همدغه ځای کې د ډېرو انترنېټ پاڼو پتې ثبت شوې دي.
دغه خاص کمپيوترونه server بلل کيږي او څليرويشت ساعته کار کوي. ځکه نو د کافي برېښنا درلودل د دغه کمپيوتری مرکز د شمزۍ حيثيت لري. پاتريک پولفرميولر په دې اړه وايي:
«برېښنا زموږ دپاره ډېره مهمه ده. د پرسونل او بازار موندنې څخه وروسته تر ټولو زيات لگښت پرې راځي. دا په داسې حال کې ده چې موږ د بازار موندنې په برخه کې ډېر زيات مصرف لرو.«
په کال کې شل زره مېگا واټ ساعته برق لگيږي. پولفميولر وايي چې دغه برېښنا به د اوو زرو کورونو دپاره کافي وای. خو دا چې د کمپيوترو او سېرور د لويو مرکزونو چلوونکي خپل د برېښنا لگښت پېژني او په پام کې يې نيسي، استثنايي کار دی. پولفميولر زياتوي چې د دوی د يوې څېړنې له مخې يوازې هر درېيم چلوونکی تر اوسه پورې په دې پوهيږي چې مرکز يې څومره برېښنا مصرفوي.
«ويل کيږي چې هغه د کمپيوترو مرکز چې نا اغېزمن وي، د ناکامۍ سبب نه گرځي. خو هغه چې کمپيوتر په کې گل شي، ناکامه دی.«
د کمپيوترونو د سړښت په برخه کې هم ډېره برېښنا لگيږي. دا چې دغه کمپيوترونه څلير ويشت ساعته چالانه وي، نو توديږي او بايده دي چې د هوا او اير کونديشن د لارې ساړهء کړی شي، په تېره بيا په دوبي کې له همدې امله د انرژۍ مصرف لوړيږي.
«په اوړي کې د انرژۍ مصرف دېرش تر پنځه دېرش په سلو کې زياتيږي.«
د کمپيوترونو د سړښت په برخه کې لږ تر لږه شل فيصده برېښنا لگيږي، خو کېدی شي چې دغه رقم شپېته په سلو ته هم جگ شي. شنه يا چاپېريال ژغورونکې آي تي هغې معلوماتي او خبرتيايي تکنالوجۍ ته وايي چې د کمپيوترونو د برېښنا مصرف کمول او په دې ترتيب د چاپېريال ساتنې په ډگر کې اغېزمن گامونه اوچتول غواړي.