1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي کوریا

شمالي کوریا له ۱۳۰ ډيرې د توپ ګولۍ فاير کړي دي

۱۴۰۱ آذر ۱۴, دوشنبه

شمالي کوریا وايي د دوشنبې په ورځ ېې د توپ له ۱۳۰ ډيرې ګولۍ د خپلو شرقي او غربي سواحلو په اوبو کې فاير کړي دي. دغه هیواد ويلي چې د خپل جنوبي سرحد په اوږدو کې د پوځي تمریناتو تر کشفولو وروسته په دې کړنه لاس پوری کړی دی.

https://p.dw.com/p/4KUdJ
د آرشیف انځور - د شمالي کوریا توپخانه يي وسلې
د آرشیف انځور - د شمالي کوریا توپخانه يي وسلېانځور: KCNA/REUTERS

رويټرز له سيول څخه په خپل رپوټ کې لیکي چې شمالي کوريا د توپونو ډزې د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمریناتو وروسته، د خبرداري په توګه کړي دي.

يو شمیر ګولۍ سمندري سرحد ته نژدې په حائل سيمه کې چې په ۲۰۱۸م کال کې دواړو هېوادونو شمالي کوريا او جنوبي کوريا د یو تړون پر اساس د تاوتریخوالو د کمولو په مقصد ایجاد کړه، غورځېدلي دي، چې سیول ېې د یاد تړون نقض بولي.

د سويلي کوریا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي دی چې د دغه هیواد پوځ شمالي کوریا ته د فيرونو پر تړاو، څو مخابروي خبرداري استولي دي.

کیم غواړي شمالي کوریا د نړۍ په ستر اټومي قدرت بدله کړي

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس KCNA د پوځ د یو ویاند له قوله ويلي دي چې د شمالي کوریا پوځ وروسته له هغې دغه توپخانه يي ډزې کړي چې په جنوب کې يې ګډ سرحد ته نژدې په لسونو «انداختونه» کشف کړل.

دغه ویاند چې نوم ېې نه دی په ډاګه شوی، ويلي دي چې «دښمن باید د لومړۍ کرښې په سیمه کې چې بصري نظارت هم په کې ممکن دی، خپل پوځي تمرینات چې د ترنګلتياو د شدت سبب ګرځي، په سملاسي توګه بند کړي.» ویاند خبرداری ورکړ چې شمالي کوریا به هر ډول تحرک ته په قاطعیت سره سخت پوځي ځواب ووايي.

جاپان ته نژدې د شمالي کوريا توغندی لګېدنې غبرګونونه راپارولي

 د پوځ وياند زیاته کړه: «موږ دښمن ته په شدت خبرداری ورکوو چې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې غیرضروي تاوتريخوالو ته لمن ونه وهي.«

جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ د جنوبي کوریا په چئوروون ولسوالۍ کې د ځمکنيو ډزو تمرینات په لاره اچولي چې تر سه شنبې پورې به ادامه ولري.

شمالي کوریا له ۲۰۱۷م کال وروسته د لومړي ځل له پاره د اوږد واټن قاره ويشتونکو بالستیک توغندیو آزموېنو ته ادامه ورکړې ده
شمالي کوریا له ۲۰۱۷م کال وروسته د لومړي ځل له پاره د اوږد واټن قاره ويشتونکو بالستیک توغندیو آزموېنو ته ادامه ورکړې دهانځور: KCNA/KNS/STR/AFP

د سويلي کوريا او امریکا پوځي مانورونو ته د شمالي کوريا غبرگون

متحدینو سږکال خپلو ګډو پوځي تمریناتو ته زور ورکړی او وايي چې دغه تمرینات د شمالي کوریا د اتومي وسلو ګواښ د مخنيوی له پاره اړين دي. شمالي کوریا له ۲۰۱۷م کال وروسته د لومړي ځل له پاره د اوږد واټن قاره ويشتونکو بالستیک توغندیو آزموېنو ته ادامه ورکړې ده. دغه هیواد همدارنګه د اتومي آزموينو ادامې ته هم تیاری نیولی دی. شمالي کوریا د متحدینو ګډ پوځي تمرینات د سیول او واشنګټن له دښمنۍ کډ سیاست یوه نښه بولي.

د ۲۰۱۸م کال جامع پوځي تړون (CMA) تر ټولو مهم تړون وو چې د میاشتو مذاکراتو وروسته د شمالي کوریا د رهبر، کیم جونګ اون، او د جنوبي کوریا د ولسمشر، مون جه ان، تر منځ وشو.

شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي توغولي

سربېره پر دې چې مذاکرات له اوږدې مودې راهیسې دريدلي، وروستي پوځي تمرینات او د دواړو کوریاګانو تر منځ د قوت نمایشونو، د راتلونکو اقداماتو په اړه شکونه راپېدا کړي دي.

جنوبي کوریا سږکال په کراتو شمالي کوریا د توپخانه ېې ډزو په خاطر د یاد تړون پر نقضولو تورنه کړې ده. د رويټرز د رپوټ پر اساس، شمالي کوریا يوازې د اکتوبر په نیمايي کې په یوه ورځ له ۵۰۰ ډيرې ډزې د سمندر پر لور کړي دي.

(Reuters)mks/bs

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل