1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د ترمپ وينا د سپي غپا ته ورته وګڼله

۱۳۹۶ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ وينا، د سپي غپا، بللې ده. ترمپ ویلي ول چې د اړتیا په صورت کې به شمالي کوریا په بشپړه توګه ویجاړه کړي.

https://p.dw.com/p/2kR0N
Nordkorea Militärchef Ri Yong Ho
انځور: AP

د شمالي کوریا پر ضد د ولسمشر دونالد ترمپ تر سختو څرګندونو وروسته، د پيونګ يانګ له خوا په لومړي رسمي غبرګون کې، د بهرنیو چارو وزیر ري يونگ هو، ویلي دي: «یو متل دی چې وایي: آن کله چې سپي هم غاپي، پرید دوام کوي.»

ري په نیویاک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ودانۍ ته نزې، خبریالانو ته وویل: «که هغوی غواړي چې موږ د سپي په غپا وویروي، نو هغوی په رښتیا سره چې د سپي خوب ویني.»

کله چې له رې څخه وپوښتل شول چې ترمپ د شمالي کوریا مشر کیم جون اون، «راکټي» بللی دی، او دی یې په اړه څه فکر کوي؛ رې وویل: «زما زړه د هغه [ولسمشر ترمپ] پر مرستیالانو خوږیږي.»

تمه کیږي چې ري به د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته وینا وکړي.

ترمپ ملګرو ملتونو ته په خپله لومړۍ وینا کې وویل چې که شمالي کوریا امریکا متحد ایالات او یا هم متحدین یې وګواښي نو واشنګټن به شمالي کوریا په بشپړه توګه ویجاړه کړي. خو د ترمپ له دې موقف سره د آلمان او چین په ګډون یو شمیر هیوادونه موافق نه دي.

ترمپ ویلي ول: «راکټي د ځان او خپل رژیم له پاره په یوه ځان وژونکي ماموریت راوتی دی.»

شمالي کوریا په وروستیو اوونیو کې خپل اتومي پروګرام پراخ کړی دی. دې هیواد خپله شپږمه اتومي آزموینه وکړه او بیا یې د جاپان پر فضا څو توغندي وتوغول.

شمالي کوریا غواړي د دې وړتیا ولري چې په خپلو اتومي وسلو سره امریکا متحد ایالات په نخښه کړي. د دې هیواد رژيم په سپتمبر میاشت کې ادعا وکړه چې داسې هایدروجني بمونه یې جوړ کړي دي چې پر بالیستیک یا قاره یی توغندیو نصبیدای شي.

 

زموږ له ارشيف څخه: