1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا: خپلې اټومي او توغندیزې آزموینې بندوو

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱, شنبه

د دواړو کوریاګانو د مشرانو د لیدني په درشل کې، د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د خپل هیواد د اټومي او توغندیزو آزموینو د ځنډولو خبر ورکړی دی. د امریکا ولسمشر د دې ګام هرکلۍ کړی دی.

https://p.dw.com/p/2wR8L
Nordkorea Kim Jong-un
انځور: picture-alliance/Yonhap

د شمالي کوریا ولسمشر کم جونګ اون، اعلان کړی دی چې دغه هیواد سر له شنبې ورځې (د ۲۰۱۸ کال د اپریل میاشتې ۲۱مه نېټي) څخه خپل ټول اټومي او د بین القاریې توغندیو آزموینې دروي. خبري سرچینو د شمالي کوریا د رسمي خبري آژانس په حواله خبر ورکړی دی چې د دغه هیواد په شمال ختیځ یوه اټومي ساحه کې هم فعالیت بندیږي.

ظاهره دغه پریکړه د شمالي کوریا د کمونیستي ګوند د مرکزې کمیټې په عمومي غونډه کې شوې ده او هدف یې د نړیوالو سیاسي مناسباتو یوه نوي پړاو ته داخلیدل دي.

کم جونګ اون په یوه بیانیه کې ویلي دي چې شمالي کوریا اټومي وسلو ته د لاسرسي بهیر په بریاليتوب سره سرته رسولی دی او نور د اټومي او بلاستیکي توغندیو ازموینې ته اړتیا نه لري.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د شمالي کوریا رهبر د سویلي کوریا له ولسشمر مون جائین سره د سرحدي پولي په امتداد کې وویني. د سویلي کوریا د ولسمشر دفتر وایې چې د جمعې په ورځ د لومړي ځل له پاره د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو تر منځ د بیړنیو تلیفوني اړیکو له لیکې څخه استفاده وشوه.

د لویدیځ د شدیدو بندیزونو له امله د شمالي کوریا اقتصادي وضعه کړکیچنه ده. پیونګ ینګ هیله مند دی چې له نوي سیاست سره به د دغه هیواد په انزوا کې پاتې کیدو ته د پای ټکې کیښودل شي او اقتصادي وضعیت به یې ښه شي.

د  امریکا او سویلي کوریا هرکلی

سويلي کوریا د پیونګ ینګ د اټومي او توغندیزو فعالیتونو د بندولو له پریکړې څخه هرکلی کړی دی او دا یې د کوریا په نیمه ټاپو کې له اټومي وسلو څخه د یوې پاکې سیمې د رامنځته کیدو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ هم د شمالي کوریا دغه وروستې ګام یو لوی پرمختګ او د کوریا نیمه ټاپو او ټولې نړۍ له پاره یو ښه خبر بللی دی.

د رپوټونو په حواله دونالد ترمپ او د شمالي کوریا رهبر کم جونګ اون به د می میاشتې په وروستیو او یا هم د جون په اوایلو کې له یو بل سره وویني. سپینې ماڼۍ په دې وروستیو کې تائیده کړې چې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو سازمان مشر او بهرنیو چارو وزارت ته د ترمپ نوماند مایک پمپئو، په پیونګ ینګ، کې د شمالي کوریا له واکمن کم جونګ اون سره لیدلي دي.

واشنګټن پوست د باخبره سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې مایک پمپئو د(مارچ په ۳۱ او د اپریل په اوله) په پیونګ ینګ کې د شمالي کوریا له واکمن سره په محرمانه ډول ملاقات کړی دی.

ویل کیږي چې د دې ملاقات موخه د ترمپ او کم جونګ اون د ملاقات له پاره د شرایطو برابرول وو. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایې چې د دې تاریخي ملاقات له پاره پنځه ځایونه په پام کې نیول شوي دي چې هیڅ یو یې هم په امریکا کې نه دی.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: