شریف او غني به د کاسا پروژه پرانيزي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبهد دغې پروژې له مخې تاجيکستان او قرغزستان به خپله ۱۳۰۰ میگاواټه بریښنا پلوري او له هغې څخه به پاکستان ته د کال په پنځو میاشتو کې ۱۰۰۰ میگاواټه بریښنا ورکول کیږي. افغانستان ته به هم د دوبي په موسم کې ۳۰۰ میگاواټه بریښنا ورکول کیږي.
په دغو مراسمو کې به د سیمې د نورو هیوادونو یو شمیر چارواکي هم گډون وکړي. په پام کې ده چې دغه پروژه تر ۲۰۱۸م کال پورې بشپړه شي.
په پلان کي ده چي افغانستان ته به هر کال د دغي برېښنا د ترانزيت په خاطر له ۳۵ څخه تر ۴۰ ميليونو ډالرو پوري ورکړل سي.
د ۲۰۱۳م کال د می میاشتې په پارلماني انتخاباتو کې چې کله د پاکستان پیپلز گوند له ماتې سره مخامخ شو، نو یوه لویه وجه یې په دغه هیواد کې د انرژۍ کړکیچ وو. اوسني حکومت د واک د تر لاسه کولو دمخه پر دغه بحران د برلاس توب خبره کړې وه، خو لا هم دغه بحران همداسې ادامه لري. اوس حکومت وایي چې په ۲۰۱۸م کال کې به دغه کړکیچ کابو کړی شي. د انرژۍ بحران د پاکستان اقتصاد ته سخت زیان اړولی دی.
د یوه اټکل له مخې په فیصل آباد او د پاکستان په نورو صنعتي ښارونو کې په سلونو زره کسان بې روزگاره شوي دي او یا یې هم په عاید کې ډیر کموالی راغلی دی. د انرژۍ د ستونزې له کبله ډیر شمیر پانگه والو خپل تولیدي صنعتي واحدونه بنگله دیش او نورو هیوادونو ته انتقال کړي دي.
د پاکستان حکومت وایي چې د انرژۍ پر بحران د برلاس توب له پاره یې هر ډول هڅې پیل کړي دي. د پاکستان د صدرات مقام ویاند مصدق ملک، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «دا مهال په پاکستان کې د بریښنا کمی له څلورو زرو څخه تر پنځو زرو میگاواټه دی. له تاجيکستان څخه واردیدونکي بریښنا به د انرژۍ د کړکیچ په راکمولو کې مرسته وکړي. له دې سره به د سیمې د هیوادونو په اړیکو کې لا پسې ښه والی راشي.»
هغه وويل چې دغه بریښنا د افغانستان له لاري راتیریږي نو له دې کبله دواړه هیوادونه د وضعیت د ښه کیدو په برخه کې کار کوي. د هغه په خبره د پاکستان په امنیتي وضعیت کې ښه والی راغلی او د افغانستان وضعیت کې به هم بهتري راشي.
د مصدق ملک په خبره پر دې سربیره حکومت پر نورو بیلا بیلو پروژو هم کار کوي او حکومت هیله من دی چې تر ۲۰۱۸م کاله پورې د انرژۍ بحران کنترول کړي.
خو د اپوزیسیون گوند سناتور تاج حیدر وایي چې حکومت پر واردیدونکي انرژۍ باندې د تکیه کولو له کبله د انرژۍ ارزانه منابع له پامه غورځوي. د هغه په خبره حکومت ولې د سولر یا لمریزي انرژۍ، بادي او نورو انرژۍ پر لور ته مخ نه اړوي. هغه ویلي دي چې واریدیدونکي بریښنا به دوی ته گران بیه پریوزي.
د تاج حیدر په خبره ایران، تاجکستان او نور هیوادونه به دوی ته د بریښنا وړاندیز کوي، خو پاکستان کې په خپله هم د لمر، باد او سکرو څخه د انرژۍ د ترلاسه کولو پوره وړتیا شته.