1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتمن هیوادونه، بې وزله ماشومان

۱۳۹۶ خرداد ۲۵, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې په صنعتي هیوادونو کې هر پنځم ماشوم په نسبي توگه په بې وزلۍ کې ژوند کوي او آن د هر اتم ماشوم خواړه نه دي تضمین. د ځینو هیوادونو لکه امریکا متحدو ایالاتو او آلمان تر منځ توپیر ډیر ستر دی.

https://p.dw.com/p/2ejcx
Schatten - Mann mit Kindern
انځور: Picture alliance/dpa/P. Kneffel

د ملگرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسیف په وینا په آلمان کې ماشومان په نورو صنعتي هیوادونو کې د خپلو هم عمرو په پرتله د ژوندانه په ډیرو برخو کې ښه ژوند لري. د ملگرو ملتونو د دغې ادارې په یوې نوې څیړنه کې راغلي دي چې د ۴۱ هیوادونو په کتار کې چې پکښې خلک لوړ او منځنی عاید لري آلمان د سوکالۍ له کبله دوهم مقام خپل کړی دی. دغه څیړنه هم په ۴۱ هیوادونو کې تر سره شوې ده.

په دغه څیړنه کې لومړی مقام ناروې خپل کړی دی. له دریم څخه تر شپږمه مقامه درې سکندیناوي هیوادونه دي چې په ترتیب سره ډنمارک، فنلنډ او آیسلنډ دي. امریکا متحده ایالات په دغه کتار کې ۳۷ ځای خپل کړی دی.

د څیړنې له پاره د یونیسیف کارپوهانو د ماشومانو د وضعیت ارزولو له پاره د ملگرو ملتونو د پایداره ودې له پاره فورمولبندي شوي معیارونه په پام کې نیولي دي. په دغه څه کې پر نورو سربیره بې وزلي، غیر مساوات، روغتیا، تعلیم او امنیت راځي.

په ۴۱ هیوادونو کې چیرې چې دغه نوې څیړنه تر سره شوې په اوسط ډول ۲۱ سلنه ماشومان د بې وزلۍ تر کرښې کښته ژوند کوي. په دغه څیړنه کې راغلي دي چې د هیوادونو تر منځ پایلې ډیر متفاوتې دي. د بیلگې په توگه په ډنمارک، آیسلنډ او ناروې کې هر لسم ماشوم اغیزمن دی خو په اسرائیل او رومانیا کې بیا هر دریم ماشوم.

د یونیسیف د نوې څیړنې له مخې په آلمان کې ۱۵ سلنه ماشومان د بې وزلۍ تر کرښې ښکته ژوند کوي او په امریکا متحدو ایالاتو کې بیا ۲۹ سلنه. د څیړنې د لیکوالانو په وینا په سکندیناوي هیوادونو کې د ماشومانو تر منځ په نسبي توگه د کمې بې وزلۍ سبب مناسبې بلا عوضه اجتماعي مرستې دي.

په څیړنه کې دا هم راغلي دي چې په بېلا بېلو هیوادونو کې په اوسط ډول هر اتم ماشوم په داسې یوه کورنۍ کې ژوند کوي چې پکښې تل خواړه تضمین نه وي. په دې برخه کې په امریکا متحده ایالاتو او بریتانیې کې هر پنځم ماشوم او په آلمان کې بیا هر شلم ماشوم راځي.

همداشان د تعلیم او تربیې په کچه کې یونیسیف ځینې نیمگړتیاوو ته اشاره کړې. د بیلگې په توگه فنلد یا د جاپان په څیر هیوادونه چې د تعلیم بریالی سیستم لري د پنځلسو کلونو ماشومانو یو پر پنځمه برخه د حد اقل لیک او لوست مهارت نه لري.

د روغتیا په برخه کې د ودې په هکله ځانگړې اندیښنه ښوول شوې ده. د بیلگې په توگه په زیاتره هیوادونو کې له یوولس کلنو څخه تر ۱۵ کلنو ماشومانو په منځ کې د چاغو ماشومانو شمیر لوړ شوی دی. همداشان د هغو ماشومانو او تنکي ځوانانو شمیر هم لوړ شوی دی چې د هغوی د خپلو معلوماتو له مخې په اوونۍ کې لږ تر لږه دوه وارې له رواني ستونزو څخه کړیږي.

د یونیسیف له لوري چې په کومو هیوادونو کې څیړنه تر سره شوې ده په هغې کې د اروپایي اتحادیې او همداشان د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (او اس سي اي) غړي هیوادونه شامل دي. په دغه درجه بندۍ کې له ۳۸ څخه تر ۴۱ ځایونه پورې مکسیکو، رومانیا، بلغاریا او چلي هیواد خپل کړي دي.

د یونیسیف د څیړنیز مرکز (Innocenti) مشرې سارا کوک، ویلي دي چې دغه رپوټ د رابیداریدو زنگ دی او دا خبره روښانوي چې په شتمنو هیوادونو کې هم ټول ماشومان په اتوماتیک ډول له لوړ عاید او اقتصادي پرمختگ څخه گټه نه شي پورته کولی. هغې د حکومتونو څخه د داسې اقداماتو د تر سره کولو غوښتنه کړې ده چې د ماشومانو د سوکالۍ په برخه کې نابرابري له منځه یوسي.

afp, kann/ sr/ms