1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتمن خلک ډېر ژر د اروپا تابعيت ترلاسه کولای سي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۴, جمعه

مالتا هيواد به د غير اروپايي هيوادونو پر شتمنو وګړو باندي د تابعيت پلورلو پروسې ته دوام ورکړي. خو د دغو شتمنو خلکو ګټه د اروپايي ټولنو نورو هيوادونو ته هم رسیږي.

https://p.dw.com/p/1AI7p
انځور: Katarzyna Domagala-Pereira

پيسې هرچيري سړی خوشحاله کوي. د بېلګې په توګه کله چي سړی د اروپايي ټولني د يوه هيواد پاسپورت ترلاسه کړي. د يوه اروپايي پاسپورت غوښتنونکي تر ډيره ځايه هغه وګړي دي چي غواړي له جنګ ځپلو سيمو څخه ځانونه وباسي په اروپا کي ژوند او کار وکړي او يا په آزاده پښه سفرونه وکړي. د دغي ټولني د پاسپورت په ترلاسه کولو سره له ډيرو هيوادونو سره د وېزې محدوديتونه له منځه ځي. په دغه پاسپورت سره په اروپا کي ډېرآسانه کسب و کار هم کېدلای سي.

مالتا د هغو هيوادنو يو تازه بېلګه ده چي غواړي تر اروپايي ټولني د باندي هيوادونو شتمنو وګړو ته د پيسو په بدل کي خپل تابعيت ورکړي. د دغه هيواد د تابعيت بيه ۶۵۰۰۰۰ يورو ټاکل سوې ده. د مالتا لومړی وزير جوزف موسکات غواړي چی په دې سره د خپل هیواد عايدات لوړ کړي او شتمن خلک ور جذب کړي. اټکل کيږي چي دغه هيواد ته به په کال کي له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ تنو پوري خپل غوښتنليکونه وړاندي کړي.

د مالتا لومړی وزير غواړي چي په لومړي کال کي حکومت نزدې پر ۴۵ تنو باندي تابعيت وپلوري او په دې سره ۳۰ ميليونه يورو ترلاسه کړي. خو اپوزيسيون پر تابعيت غوښتونکو باندي نيوکي کوي چي ګويا د هغوی مقصد يوازي د دغه هيواد د تابعيت تر لاسه کول دي او کله چي يې هغه تر لاسه کړ، بيا نو نه په دغه هيواد کي ژوند او نه هم هلته پانګونه کوي.

مختلف مقررات

د ۲۰۱۳ مېلادي کال په اپريل مياشت کي د قبرس جمهور رييس نيکوس اناستازيادس اعلان وکړ چي په پلان کي لري د پانګوني په بدل کي د دغه هيواد تابعيت ورکړي. هغه ويلي ول، هر څوک چي غواړي تابعيت ترلاسه کړي نو په دغه هيواد کي بايد درې ميليونه يورو پانګونه وکړي. تر اوسه هغه چا چي په قبرس کي به يې تر پنځو کالو پوري ۱۵ ميليونه يورو پانګه ایزښې وای د دغه هیواد تابعيت يې ترلاسه کولای سوای.

په اروپا کي د اوسېدو له پاره هر هيواد خپل شرايط لري. مثلاً تر ۲۰۰۱ کاله پوري په ايرلند کي سړي کولای سوای چي په لږ پانګوني سره د دغه هيواد تابعيت ترلاسه کړی وای. په پرتګال کي سړی کولای سي چي د ۱۶۰۰۰۰ په ارزښت يو کور راونيسي او بيا په دغه هيواد کي خپل اوسېدو ته دوام ورکړي.