1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاین مایر د غزې تراړې ته سفر وکړ

آژانسونه (dpa, AFP)۱۳۹۴ خرداد ۱۱, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، په غزې تراړې کې وضعیت «ډیر خراب» بللی دی. شتاین مایر په داسې حال کې فلسطیني سیمې ته سفر کوي چې له اسرائیل سره د خبرو اترو هیلې کم رنګه ښکاري.

https://p.dw.com/p/1FaCb
انځور: Reuters/M. Salem

شتاین مایر د دوشنبې په ورځ د غزې د ۱،۸ میلیونه اوسیدونکو وضعیت ډیر خراب وباله. په دې سیمه کې څه نا څه یو کال مخکې د اسرائیلي ځواکونو او حماس ډلې تر منځ یوه ۵۰ ورځنۍ جګړه شوې وه.

شتاین مایر وویل: «د ژوندانه د شرایطو د ښه کیدو له پاره، موږ انتظار نه شو ایستلای چې د دوو دولتونو د حل له پاره له پاره خبرې اترې بیرته پیل شي.» شتاین مایر په غزې کې د ملګرو ملتونو له هغه ښوونځي څخه هم لیدنه وکړه چې د آلمان په مرسته جوړ شوی دی.

په داسې حال کې چې د غزې د بیا رغاونې له پاره په میلیاردونو ډالر ژمنه شوې ده، خو بیا هم په دغه سیمه کې د تیر کال جګړې راهیسې د بیا رغاونې بهیر ته ډیره کمه توجه شوې ده. د تیر کال په جګړې کې له ۲۲۰۰ څخه ډیر فلسطینیان ووژل شول.

ډیر کم وخت بهرني لوړپوړي دیپلوماتان غزې تراړې ته سفر کوي. شتاین مایر د دوشنبې په ورځ د کب نیونې له یوې سیمې څخه هم لیدنه وکړه خو د حماس له ډلې سره له لیدو یې ډډه وکړه. د آلمان خبري آژانس په حواله، د حماس یوې سرچینې دا آوازې رد کړی دی چې گواکې د شتاین مایر سفر د حماس او اسرائیلو تر منځ د بندیانو تبادلې ته د لار هواریدو سره کوم ارتباط درلود.

شتاین مایر د یکشنبې په ورځ د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د دې هیواد له ولسمشر او همداراز د فلسطین د خپلواکمنې ادارې له لومړي وزیر رامي حمدالله، سره خبرې اترې وکړي. هغه پر دواړو اړخونو باندې غږ وکړ چې د سولې خبرې اترې له سره پیل کړي. شتاین مایر د اسرائیل او فلسطین تر منځ د یوې نوې جگړې پر وړاندې خبرداری ورکړ. هغه وویل: «موږ د باروتو پر یوه بیلر باندې ناست یو. موږ باید ځان ډاډه کړو چې هغه انفجار نه کوي.»

شتاین مایر ته په دغه سفر کې د بیت المقدس له عبري پوهنتون له لوري یوه افتخاري ډاکټري هم ورکړل شوه. دا په داسې حال کې ده چې آلمان او اسرائیل د خپلو دیپلوماتیکي اړیکو پنځوسمه کلیزه هم لمانځي.