شتاين ماير په درې ورځني سفر افغانستان ته رسيدلی
۱۳۹۰ تیر ۱, چهارشنبهد افغانستان په شمال کي پر جرمني ځواکونو تر سختو بريدونو وروسته شټاين ماير په دې موخه افغانستان ته تللی تر څو هلته د خپلو عسکرو څخه ليدنه وکړي او هغوی ته ډاډ ورکړي چي يوازي نه دي.
د جرمني د بهرنيو چارو د پخوانی وزير شټاين ماير د ليدنو کتونو په اجندا کي به تر ډيره د روان کال په ډسمبرکي د بن د کنفرانس او د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د بيرته وتلو په اړه خبري اتري وي.
د جرمني د سوسيال ديموکراتانو گوند په دې لټه کي چي په روان کال کي په افغانستان کي د هغه هيواد د ځواکونو ماموريت لږ سي او لږ تر لږه د ۲۰۱۵ کال تر پايه پوري ټول ځواکونو د افغانستان څخه و ايتسل سي.
د نوموړي گوند د مشرانو په خبره تر هغه وخته بايد د افغان امنيتي ځواک د روزلو پروسه چي تر ډيره يې آلماني روزونکي پر غاړه لري بايد بشپړه سي.
د روان کال د می د مياشتي راهيسي د افغانستان په شمال کي پر آلماني ځواکونو باند د خونړيو بريدونو يوه لړۍ پيل سوې چي پړه يې طالبان پر غاړه اخلي.
په دغو بريدونو کي څلور الماني عسکر وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان سوي دي.
د بلي خوا د جرمني د پراختيايي مرستو وزير ديرک نيبل ويلي چي په افغانستان کي د سولي راوستلو دپاره د طالبانو سره خبري اساسي شرط دی.
د آلمانۍ ورځپاڼي راينيشه پوست سره، چي د دوسلدورف څخه خپريزي په مرکه کي دغه سياستوال ويلي چي، د سولي راتلو لپاره د طالبانو سره خبري ضروري دي.
د نيبل په خبره که څه هم چي د افراطي طالبانو سره د لويديځوالو خبري کول امکان نه لري، خو د هغوی په منځ کي داسي کسان هم سته چي سړی خبري ور سره وکړي.
هغه هم دې ته اشاره کړې چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه به د افغانستان څخه د ځواکونو ايستل بشپړ سي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: محمد قاسم نوري