سپين بولدک کي د ګمرک نوي ودانۍ جوړېږي
۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبهویسا زیاتوي چي د ګمرک د دغي ودانۍ په جوړېدو او د پرمختللو وسايلو په نصبيدو سره به د نورو ګټو تر څنګ د نشيې توکو او چاودېدونکو توکو په قاچاقو کي هم تر ډېره ځايه د دقیقو پلټنو له کبله کموالى راشي.
د کندهار د والي په خبره پر دغي مجهزې ګمرکي ودانۍ او پرمختللو وسايلو يي 50 ميلونه امريکايي ډالره لګښت راځي چي د کاناډا د هيواد لخوا ورکول کيږي.
د ګمرک د نوي ودانۍ د جوړیدو چاري به په راتلونکو مياشتو کي پای ته ورسیږي. د کندهار د ګمرک رئيس، عزيزالله جلالزى، وايي چي د سپين بولدک په ولسوالۍ کي نوی جوړيدونکی لوی ګمرک به د هيواد په کچه څلورم درجه ګمرک وي چي په عصري وسايلو به سمبال وي.
د کندهار يو شمير سوداګر هم د سپين بولدک په ولسوالۍ کي د دا ډول ودانيو په جوړيدو خوښ دي او زياتوي چي دا ډول عصري ګمرکي څانګي به د دوى ستونزي تره ډيره ځايه را کمي کړي.
د کندهار د سمیه ییزو چارواکو په خبره د نوي ګمرک د ودانۍ په جوړیدو سره به د سوداګرو د صادراتو او وارداتو د لیږد چاري اسانه شي او د دولتي عوایدو د له منځه تللو مخه به ونیول شي.
چارواکي وايي چې د سپین بولدک د بندر له لاري هره ورځ په بیلا بیلو توکو بار په سلګونو لارۍ د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ را تګ کوي. افغان حکومت دا مهال د افغانستان په ټولو بندرونو کي د عصري ګمرکي ودانیو او وسایلو په لګولو سره غواړي د مالیو او عوایدو د راټولولو چاري ساده او دقیقي کړي.
د سپين بولدک ولسوالۍ د کندهار ښار خيتځ پلو 180 کيلومټره لري د پاکستان هيواد سره پر پوله پرته ده، چې اوسيدونکي يي تر ډېره په سوداګرۍ بوخت دي.
دویچه ویله/ محمد ابراهيم سپېڅلى
کتونکی: مسعود جهش